1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا: لبيا ته يو مليارد يورو ورکوؤ

۱۳۹۰ شهریور ۴, جمعه

ياغيان غواړي چي د طرابلس څخه اوس خپلي حکومتي او اداري چاري پېل کړي چي د دغه کار لپاره پيسو ته اړتيا وه. د امنيت شورا د همدې لپاره په بهر کي د قذافي د منجمدو سوؤ پيسو څخه د زر مليونو د آزادولو منظوري ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/12Nwl
د م.م. د امنيت شورا
د م.م. د امنيت شوراانځور: AP

د طرابلس په ابو سليم سيمه باندي تور لوگي راچاپېر دي. د ښار په دغه برخه کي د ياغيانو او قذافي د وفاداره ځواکونو تر منځ سخته جگړه روانه ده. د پنجشنبې او جمعې ورځي په منځنۍ شپه هم په ابوسليم کي جگړه روانه وه. د نا تائيد سوؤ راپورونو له مخي پدغه جگړه کي څه د پاڅه 1000 ياغيان برخه اخلي. ويل کيږي چي د قذافي د کورنۍ غړي د طرابلس په همدغه سيمه کي ځای پر ځای دي.

قذافي په پخپله د ټليفون له لاري يو 4 دقيقه يي پېغام د لبيا و ولس ته لېږلی دی. نوموړي پدغه پېغام کي د لبيا پر ولس ږغ کړی چي د ياغيانو په وړاندي مقاومت وکړي:

« موږ د دغو احمقو مږکانو پر ضد مقاومت کوؤ. موږ به د دوی پر ضد د خپلو وسلو، د خپل استقامت او د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره به خپله مينه، په خپل غيرت او کرامت وجنگيږو. د دوی څخه مه بېرېږئ خو د خدای څخه وبېرېږئ. د دوی په پرتله تاسو خدای ته نژدې ياست ولي چي دوی بې عقيدې، خاينين او صليبيان دي. دوی به پر تاسو هيڅ ډول رحم ونه کړي او له همدې کبله بايد تاسو پر دوی زړسوی ونه کړی. د طرابلس ځوانان بايد کوڅه په کوڅه، کور په کور د دوی پر ضد وجنگيږي.»

ياغيان د قذافي په تلاښ کي دي
ياغيان د قذافي په تلاښ کي ديانځور: dapd

د هيواد په نورو برخو کي هم جگړه دوام لري. په هغو ښارونو کي چي پکښي جگړه روانه ده، د سبها ښار هم راځي. دغه ښار چي د تيونس و لور ته پروت دی ورته نژدې د اوبو يوه مهمه لاره تېره سوې ده. د ياغيانو شورا اټکل کوي چي د پسرلي راهيسي روانې جگړې کي لږ تر لږه شل زره انسانان وژل سوي دي.

په عيني حال کي د ياغيانو د شورا يو شمېر غړي د بنغازي څخه و طرابلس ته رسېدلي دي تر څو هلته د منځمهاله ادارې د جوړولو تيارۍ بشپړه کړي.

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا اوس دا پرېکړه کړې ده چي لبيا ته به تقريبا يو مليارد يورو (تقريبا ۱،۵ مليارده ډالره) ورکول سي. دغه پيسې به د قذافي د ريژيم د هغو پيسو څخه و ياغيانو، مرستندويه ټولنو او د لبيا د بيا رغونې صندوق ته ورکول سي چي په امريکا کي منجمدي کړل سوي وې. د دې څخه تر مخه سويلي افريقا د دې مخه نيولې وه چي داسي يوه پرېکړه وسي. سويلي افريقا دا استدلال کاوه چي هغه وخت دي پيسې و ياغيانو ته ورکول سي کله چي يې افريقايي ټولنه په رسميت وپېژني. خو امريکا پر سويلي افريقا فشار واچاوه چي تر خپلې دغي غوښتنې تېر سي. 

دغه پيسې چي اوس به لبيا ته لېږدول کيږي يوازي د ياغيانو لپاره ندي. دغه پيسې به پر درو برخو ويشل کيږي چي يوه به يې و مرستندويه ټولنه او بله به يې د لبيا د بيا رغاونې و صندوق ته ورکول کيږي. پاته درېيمه برخه به و ياغيانو ته ورکول کيږي.

د اېټاليې هيواد هم د ياغيانو سره ژمنه کړې چي ورته 350 مليونو يورو به د قذافي د منجمدو کړل سوؤ پيسو څخه ورکوي. د ملگرو ملتونو د ډپلوماتانو په وينا په بشپړه توگه د قذافي د ريژيم څه باندي 20 مليارده يورو (تقريبا 30 مليارده ډالره) د لبيا څخه دباندي منجمدي دي.

د ياغيانو د شورا غړي محمود جبريل ويلي دي چي لبيا په لومړي سره کي 4 بليونو يورو ته اړتيا لري تر څو د منځمهالې ادارې پروسه په وچلوي. نوموړي زياته کړې چي نه يوازي د بشري مرستو لپاره پيسو ته اړتيا سته بلکه د لبيا بيا رغونه او د تيلو د صادراتو د بېرته پېلولو لپاره دغه پيسې په کار دي. د ياغيانو شورا اټکل کوي چي دا به يو بل کال په بر کي ونيسي تر څو د لبيا د تيلو صادرونه بېرته هغې کچې ته جگه سي چي د پاڅون څخه وړاندي وه.

ميشايل هانس اېهل/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم