1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیتي ستونزو د نوري فایبر کار ځنډولی دی

میرویس جلالزی۱۳۹۱ دی ۱۶, شنبه

ټاکل شوې وه چې تر ۲۰۱۳ کال پورې افغانستان د «نوري فایبر» له لارې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره وصل شي. خو لا اوس هم دغه پروژه نه ده بشپړه شوې. چارواکي امنیتي ستونزې د کار د ځنډیدو لامل بولي‎.

https://p.dw.com/p/17ETX
انځور: AP

يادښت: انځور له ارشیف څخه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارواکي وایي چې دغه هیواد د نوري فایبر له لارې له ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران سره وصل شوی دی خو د امنیتي ستونزو له کبله لا تر اوسه پورې له پاکستان سره نه دی نښلول شوی. په پلان کې ده چې افغانستان د سپین بولدک او تورخم له لارې خپل نوري فایبر پاکستان ته وغځوي.

د نوري فایبر له فعالیدو سره به په افغانستان کې د انترنیتي خدمتونو په بیه کې ټیټوالی او په کیفیت کې د پام وړ لوړ والی راشي.

د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ په وزارت کې د نوري فایبر د پراختیا او انتقال آمر عبدالصبور نسیم زاده، وایي چې د لویو لارو په اوږدو کې پراته ټول ولایتونه د نوري فایبر له لاري له یو بل سره نښلول شوي دي. هغه زیاتوي: «موږ هغو ولایتونو ته لومړيتوب ورکړی دی چې لارې یې جوړې دي او امنیت یې ښه دی. پر لویو لارو پراته ولایتونه، له کابله تر کندهاره او هراته پورې، د شمال په لور تر بدخشانه او همداسې تر ننګرهار او پکتیا پوري د نوري فایبر له لارې له یو بل سره وصل شوي دي. خو ځیني ولایتونه چې نا امنه دي، هلته زموږ کار په ټپه ولاړ دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د مخابراتي اسانتیاوو د مرکز مشر انجینر عبدالسلام، وایي چې اوس په ۲۱ ولایتونو کې افغانانو ته د نوري فایبر له لارې مخابراتي خدمتونه وړاندې کیږي. هغه زیاتوي: «په ۲۱ ولایتونو کې نوري فایبر فعال دی. زموږ ټول مخابراتي خدمتونه که هغه صوتي، تصویري او د انترنت خدمتونه وي، د نوري فایبر له لارې له مرکز [کابل] څخه تنظیميږي.»

د سیمې نښلونکی پل

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر امیرزی سنګین وایي، تمه لري چې د هند او افغانستان له لارې به د سویلي او منځنۍ اسیا هیوادونه د نوري فایبر په واسطه سره ونښلول شي. د سنګین په خبره افغانستان به په دغه برخه کې د یوه نښلونکي پله نقش ولوبوي. ښاغلی سنګین زیاتوي: «موږ داسې فکر لرو چې انترنت به د نوري فایبر له لارې د سویلې اسیا له لوري د افغانستان په خاوره کې تر تیریدو وروسته د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ورسیږي. دا پروژه به په دوو کلونو کې سر ته ورسیږي.»

افغانستان په وروستیو یوولسو کلونو کې د مخابراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د دې هیواد د مخابراتو وزارت وایي چې اوس شاوخوا یو میلیون افغانان انترنت ته لاسرسی لري. په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د ګرځنده تیلیفوني شبکو درو شرکتونو د 3G په نوم انترنتي خدمتونه رامنځ ته کړي دي. د دغه خدمتونو له لارې ډیری افغانان کولای شي چې د خپلو ګرځنده تیلیفونو له لارې انترنت ته لاسرسی پیدا کړي.