1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیت شورا مالي ته د ځواکونو لېږل تصویب کړل

مسعود جهش (رویترز، د المان خبري آژانس، فرانس پرس)۱۳۹۱ دی ۱, جمعه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه افریقايي پوځ له جوړیدو سره موافقه وکړه، چې د مالي هیواد شمالي برخي د یاغیانو له کنترول څخه وباسي او د دولت حاکمیت بیرته پکې ټینګ کړي.

https://p.dw.com/p/177Qd
انځور: Habibou Kouyate/AFP/GettyImages

په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلامیه د پنجشنبې په ورځ تصویب شوه. له دې سره نو د افریقا په مشري ځواکونه به د یوه کال له پاره په مالي کې د پوځي مداخلې اجازه ولري. دغه ځواکونه به د AFISMA په نوم وپیژندل شي.

په اعلامیې کې دغو ځواکونو ته د دې واک ورکړل شوی دی چې په «ټولو ضروري اقداماتو»لاس پوري کړي، ترڅو د مالي له حکومت سره مرسته وشي او د دې هیواد شمالي برخه له ترهګرو، افراطیانو او نورو وسلوالو ډلو له کنتروله وباسي. ټول ضروري اقدامات له دیپلوماتیک لحاظه د پوځي مداخلې معنی ورکوي.

که څه هم په دغه اعلامه کې د پوځي مداخلې اجازه ورکړل شوې ده خو بیا هم پر دې خبره باندي ټینګار شوی دی، چې باید هڅه وشي د مالي ستونزه له یوې دیپلوماتیکې لاري حل شي.

د دغې اعلامیې وړاندیز د فرانسې له خوا شوی وو. په اعلامیه کې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو او د ملګرو ملتونو نورو غړو هیوادونو ته هم اجازه ورکړل شوې ده چې د مالي پوځ وروزي او ورسره لوژیستیکي مرستې وکړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله، ویلي دي چې د آلمان د دفاع وزارت کیدای شي چې په دغو عملیاتو کې ګډون وکړي. هغه زیاته کړې ده چې کیدای شي چې آلماني ځواکونه مالي ته واستول شي ترڅو د دې هیواد له پوځ سره مرسته وکړي، خو ویسترویله ټینګار کړی دی چې آلماني پوځ به په هیڅ صورت په مالي کې په جګړه کې ښکیل نه شي.

فرانسې هم ویلي دي چې د مالي له عملیاتو سره به لوژیستیکي مرستې وکړي خو دې هیواد هم فرانسې ته د خپلو جنګي ځواکونو د استولو خبره رد کړې ده.

د غربي افریقا اقتصادي اتحادیې د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا باندې فشار اچولی وو چې مالي ته د ۳۰۰۰ سرتیرو استول تصویب کړي چې د دې هیواد شمالي سیمې د وسله والو له کنتروله وباسي. ویل کیږي چې د دغو وسله والو په ډله کې ځینې داسي کسان هم شامل دي چې له القاعدې سره اړیکې لري. په مالي کې د مارچ په میاشت کې هغه وخت حالات خراب شول چې یوه پوځي قوماندان د دې هیواد د ولسمشر پرضد کودتا وکړه.