1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انتخابات يوه امنيتي او اکمالاتي ننګونه

۱۳۸۸ مرداد ۲۷, سه‌شنبه

په افغانستان کي ۱۷ مليونه وګړو د ټاکنو د حق لرونکو په حيث خپل نومونه ثبت کړيدي. د ټاکنو د کيدو لپاره صلاحيت لرونکي د ټاکنو کميسون مجبوره دي چي ۲۹۰۰۰ د ټاکنو مرکزونه په ټول هیواد کي پرانيزي.

https://p.dw.com/p/JDJT
دا ځلی افغاني ځواکونو د تياري نيولو، د ټاکنودعملي کولو اود ټاکنو د بهير په امنيت ساتلوکي مخکښ نقش په غاړه اخيستي دي
دا ځلی افغاني ځواکونو د تياري نيولو، د ټاکنودعملي کولو اود ټاکنو د بهير په امنيت ساتلوکي مخکښ نقش په غاړه اخيستي ديانځور: AP

د ټاکلو لپاره د نومونو د نښه کولو پاڼي، د ټاکنو په پاڼوباندي دګوتي د لګولو لپاره رنګ، اونور لازم وسايل برابر کا ندي. همدغه ډول ۳۰۰۰ خره د دې وسايلو د رسولو لپاره په کاراچول شويدي.

د ننيو چارو وزارت وياند زمري بشري وينا له مخي به د ترور خطر له امله د سيمه ايزو او نړيوالو ځواکونو آيساف ترمنځ نژدي ګډ کار وشي.

بشري زياته کړيده:

په خپلي امنيتي طرحي کي مود څلورو کمربندونو جوړول په پام کي نيولي دي. په لمړي کمربند کي دټاکنو له مرکزونو څخه دستي چارپير دهيواد د ملي پوليسو ځواکونه ځاي په ځاي کيږي. په دويم کمر بند کي د هيواد ملي پوځ د امنيت غم خوري. په دريم کمربند کي به نړيوال ساتونکي پوځ اوپه څلورم کمربند کي به نړيوالي هوايي قواوي ګمارلي وي.

د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي سربيره پردي پدي برخه کي د خلکو په مرستي باندي هم ډډه لګوي او وايي:

هيڅ يو پوځ اوهيڅ کومي امنيتي قواوي پرته د وګړو له ملاتړ څخه د امنيت تضمين نشي کولاي.

د رياست جمهورۍ د ۵ کاله پخوا ټول ټاکنو سره په توپير کي دا ځلی افغاني ځواکونو د تياري نيولو، د ټاکنودعملي کولو اود ټاکنو د بهير په امنيت ساتلوکي مخکښ نقش په غاړه اخيستي دي. د ټاکنو د ډاډه بهير لپاره په ټول هغه هيواد کي څه ناڅه دوه لکه او پنځوس زره امنيتي ځواکونه ګمارلي دي.

سربيره پردي ۱۵۰۰۰۰ زره ملکي مرسته کونکي هم ګمارل کيږي.

خپرونکي فضل رحمن اوريا څرګندوي چي مګر ټول افغانستان ته دا ځواکونه لار نلري. دوي دهيواد ځني جنوبي او ختيځو ولسواليو ته نشي ورتلاي او زياتوي: زه اټکل کوم چي تقريبا د افغانستان په نيمايي برخه کي به چي امنيت هلته نشته زور لاري طالبان ستونزی جوړي کړي، اوهڅه به وکړي چي ټاکني ويجاري کړي.

دهيواد په شمال کي چيرته چي د ايساف د سيمه ايزي د شمال په کوماندو کي د آلماني عسکر فعاليت کوي، وضعه داسي ناوړه نه اټکل کيږي. ډګرمن ميشاييل وکبخ د سيمه ايزي شمالي قوماندانۍ وياند له دويچه ويلي راډيو سره په مرکه کي ويلي دي چي، مونږ د ګمارلو په ساحه کي د۱۴هيوادونو څه ناڅه ۴۸۰۰عسکرلرو. دوي به له افغاني ځواکونو سره په ګډه د ټاکنو امنيت د تامين غم وخوري. مونږ فکر کوو چي ممکن په شمال کي وړي وړي پيښي وشي. خو داسي به نوي چي د ټاکنو مخه ونيوله شي. زه فکر نکوم چي داسي وشي.

او په سلهاوو ملي او نړيوال کتونکي به له نژدي څخه د ټاکنو څارنه وکړي. د ټاکنو د ملکي برخي لګښت ۲۲۰ مليونه امريکايي ډالره بلل شويده. کارپوهان هيله لري چي ټاکني لږ تر لږه د ألمان د اردو د ګمارنی په ځاي کي تريوي اندازي پوري منصفانه او رڼي وي.

رحيله اميری

کتونکی: يحيی وردک