1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انجيلينا جولي افغانستان ته تللي وه

۱۳۸۹ اسفند ۱۲, پنجشنبه

د هاليوود د سينما مشهوري امريکايي فلمي لوبغاړي په کابل کي د خپل دري ورځني سفر په ترڅ کي د نوموړي ښار په څنډو کي د هغو زرګونو کډوالو نا خوال وضعيت په خپلو سترګو وليد چي په جګړو کی له خپلو تاټوبو بي ځايه شوي دي

https://p.dw.com/p/R5wH
د هالیود مشهوره فلمی لوبغاړه انجیلینا جولی چی څو ځلی د اسکار جایزی اخیستی دی
د هالیود مشهوره فلمی لوبغاړه انجیلینا جولی چی څو ځلی د اسکار جایزی اخیستی دیانځور: AP

د ملګرو ملتو د کډوالو عالي کميساري نن ( پنجشنبه) وويل چي امريکايي مشهوره فلمي لوبغاړه انجيلينا جولي په ناڅاپي توګه په همدی اوني کي افغانستتان ته لاړه.

په کابل کي د هغي کميسياري يو وياند، نادر فرهاد د آلمان خبري آژانس ته وويل چي د جولي د خپل دری ورځنی سفر په ترڅ کي چي د امنيتي ملاحظاتو له امله پټ ساتل شوي ؤ، په کابل کی د افغان کډوالو له کمپونو څخه ليدنه کتنه وکړه. هغه وويل دا هغه کډوال دي چي په کورني جګړه کي د افغانستان له مختلفو برخو څڅه کابل کي ميشت شوي او په ډيرو ناخوالو شرايطو کي ژوند کوي.

په افغانستان کي د زور زياتيو د دوام له امله په لس ګونو زره کورني د خپل هيواد په دننه کي لالهانده دي. ډيري دغه کډوال چي د افغانستان له جنوب څخه دي، کابل ته تللي دي او تر شنه آسمان لاندي په خيمو کي ژوند کوي.

امريکايي فلمي لوبغاړي، انجيلينا جولي دغه راز په کابل له ګاونډيو هيوادونو څخه له بيرته ستانه شوو کډوالو سره هم وليدل، د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کيساري وياند زياته کړه چي په تيرو لس کلونو کي بيرته ستانه شوي کډوال لا تر اوسه له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

د هغي کميسياري د معلوماتو له مخي له 2002 کال څخه را په دي خوا له ايران او پاکستان څخه 5.5 مليون افغان کډوال بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

د بيرته ستانه شوو کډوالو چي د افغانستان د اوسني نفوس په سلو کي شلمه برخه جوړي، يو زياته برخه پرته له کوم کار، سرپناه او د ژوندانه بنسټيزو اړتياو څخه شپي او ورځي سبا کوي، دا په داسي حال کي ده چي افغانستان ته له لويديځو هيوادونو څخه په ملياردو ډالره استول شوي دي او استول کيږي.

په هغي يو وينا کي چي د ملګرو ملتو د عالي کميساري له خوا په کابل کي د انجيلينا جولي له خولي خپري شوه راغلي دي: « د کډوالو بيرته ادغام اړتیا ته اوس بايد پام واړول شي . دا د دي معني نه لري چي يوه چيرته يو څو خيمي ودروي شي او کډوال هلته په کي خوندي شي. بايد هغوي ستره او پاکو اوبو ته لاس رسي ولري، د هغوي لپاره د کار شرايط برابر شي، هغوي ته روغتيايي کلينکونه جوړ شي او د هغوي د ماشومانو لپاره د زدکړي او ښونځيو ته د تګ شرايط برابر شي.»

په نوموړي وينا پاڼي کي راغلي دي چي جولي ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملو د عالي کيسماري د «ښه نيت د استازي» لقب ورکړ شوي دي. هغي د کابل په شمال کي د هغه يو کلي چي د نوموړي فلمي لوبغاړي په مالي ونډو سره جوړ شوي دی، د يو ښونځي د څو تنو نجونو سره وليدل.

انجيلينا جولي د دوشنبي په ورځ کابل ته تللي وه او پرون ( چهار شنبه) خپل سفر یی پاي ته ورساوه. د طالبانو د واکمني له نسکوريدو څخه را په دي خوا دا دوهم ځل دي چي نوموړي له افغانستان څخه ليدنه کتنه کوي.

آژانسونه/عبدالباري حکيم

کتونکی: قاسم نوری