1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اندونيزيا: د افغانانو کښتۍ مو موندلې خو سپرلي يې تښتېدلي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبه
https://p.dw.com/p/14dvp

د اندونېزيا څخه آسټراليا ته پر لارې ورکه سوې د کډوالو کښتۍ موندل سوې ده، خو سپرلي د دغې کښتۍ څخه تښتېدلي دي. دا خبره د اندونيزیا هيواد چارواکو د شنبې په ورځ کړې ده. اندونيزيايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د يوې داسي کښتۍ په هکله د مرستي غوښتنه تر لاسه کړې وه چي پکښي په لسگونه ناقانونه کډوال سپاره ول او د ډوبېدوه له گواښ سره مخامخ سوې ول. ويل کيږي چي په دغه کښتۍ کې سپاره کسان افغانان ول.

اوس د اندونيزيا چارواکو ويلي دي چي د جمعې په ورځ يې د لومبوک نومي جزيرې پر ساحل ئې کښتۍ موندلې ده. د جزيرې اوسېدونکو چارواکو ته ويلي دي چي په کښتۍ کې سپاره کسان ساحل ته د رسېدو سره سم د کښتۍ څخه راکښته سول او وتښتېدل.