1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوالو د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورساوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د اندونیزیا د تونجانگ پیننانک، د مهاجرینو په یوه کمپ کې تر ۲۰۰ ډیرو افغانانو خپل د نه خوړلو اعتصاب مات کړی دئ. دوی د تیرې سې شنبې ورځې راهیسې د خپلو دوسویو د نه څیړل کیدو له امله به اعتصاب لاس پورې کړی وو.

https://p.dw.com/p/14qVY
انځور: anonym

له دغو کډوالو څخه د رضا افشار په نوم یوه تن دویچه ویله ته وویل چې ۲۲۰ تنو افغان کډوالو په اندونیزیا کې د افغانستان د سفیر غلام سخي غیرت، په منځګړیتوب خپل د نه خوړولو اعتصاب پای ته ورساوه.

ویل کیږي چې شاوخوا ۴۰ تنه افغان کډوال د جمعې تر ورځې د اعتصاب وروسته د بدې روغتیایي وضعې له امله روغتون ته لیږدول شوي ول.

دغو کډوالو گواښ کړی وو چې که چیرې د ملگرې ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا د دوی دوسیې په جدي توگه و نه څیړل شي نو دوی به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې د اندونیزیا په پلازمینه جکارته کې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې دویچه ویله ته ویلي وو چې د دوې له خوا یو هیئت د کډوالو کمپ ته د خبرو اتر له پاره استول شوې وو او ګډوالو له نوموړي هیئت سره تر خبرو اترو وروسته خپل اعتصاب پای ته رسولی دﺉ. خو تیره ورځ بیا کډوالو دغه خبره رد کړه.

دغو کډوالو اعتراض کړی وو چې له څو میاشتو راهیسې په دغه کمپ کې پراته دي خو لا تر اوسه د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د دوی د دوسیو په اړه څه نه دي کړي. رضا افشار د کډوالو د وضعې په اړه دویچه ویله ته وویل:

«په دغه کمپ کې چې کوم افغانانو په اعتصاب لاس پورې کړی دئ شمیر ئې ۲۲۰ تنو ته رسیږي. دا د مهاجرینو یو کمپ نه دئ، زندان دئ. له موږ سره د زندانیانو په شان چلند کیږي. حتې په میاشت کې یو ځل هم په دې نه توانیږو چې لمر ووینو. له مهاجرینو څخه د پولیسو څارنه داسې ده لکه چې گویا موږ مجرمان یو.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې کډوالو ته د ارتباطي وسایلو څخه گټه اخیستل غیر قانوني دي او په ډیره واسطه او د ډیرو پیسو په ورکولو سره په دې توانیدلي دي چې دغه کمپ ته یو گرځنده تلیفون راوړي. د نوموړي کډوال په وینا په دغه کمپ کې اوسیدونکي کډوال په روحي او رواني ناروغیو اخته شوي دي. د رضا په وینا یو څه موده وړاندې یوه کډوال له یوې لوړې ودانۍ څخه ځان ښکته راوغورځاوه او مړ شو، خو څوک د هغه له مرگ څخه خبر نه شول.

په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر په دې اړه دویچه ویله ته ویلي ول: «د افغانستان سفارت تیره ورځ په جکارتا کې د متحده ایالاتو د سفارت له استازي سره په دې اړه خبرې کړي دي او په پام کې ده چې ډیر ژر به د افغانستان، آسترالیا او امریکا سفارتونه، دملگرو ملتونو د کډوالو اداره او د مهاجرینو نړیوالې ټولنۍ په دې اړه یو ګډه ناسته وکړي چې د افغان کډوالو ستونزو ته رسیدگي وشي.»

د اندونیزیا د اوبو له لارې ډیر غیرې قانوني کډوال د استرالیا هیواد ته ځانونه رسوي.

عارف حسیني/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش