1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انساني قاچاقبرانو ۱۶ميليارده يورو گټه کړې

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۹, جمعه

هغه کسان چي کوښښ کوي د نړۍ له کړکېچ ځپلو سيمو څخه ځانونه اروپا ته ورسوي څو برابره ډېر سوی دئ. هر څومره چي د دغو انسانانو شمېر ډېريږي په هغه اندازه د انساني قاچاقبرانو جېبونو ته ډېري پيسې ورځي.

https://p.dw.com/p/1FjYj
Tod von Flüchlingen Schiff vor Sizilien 05.12.2014
انځور: Reuters/A. Parrinello

په تير يو نيم کال کي نزدې يو ميليون او ۲۰۰ زره مهاجر او پناه غوښتونکي د قاچاقبرانو له خوا اروپا ته رارسول سوي دي. د دوی ډېری بې له کومه سنده او پېژند پاڼي څخه او ډېری هم په جعلی ويزو او پاسپورتونو رارسول سوي دي.

د وروستۍ څېړني له مخي دغو انسانانو نزدې ۱۶ ميليارده يورو د انساني قاچاقبرانو بانډونو ته ورکړي دي. دغه شمېرې د خبريالانو يوې نړيوالي ډلي او متخصصانو له خوا له سوونو رسمي راپورونو او رسنيو څخه په لاس راوړي دي.

دغه ډله چي پر ځان باندي ئې د «مهاجرو سوابق» نوم ايښی دئ، د امنيتي سازمانونو مخکنی اټکلونه تائيد وي چي د انسانانو قاچاق په ميليارد يورويي سوداگرۍ اوښتی دئ.

اروپا ته د ورتگ تر ټولو گران مسير له بالکان هيوادونو او تر ټولو ارزانه د مديترانې درياب له لاري هسپانيا ته ښوول سوی دئ.

د افريقايي هيوادونو او جنوبي صحرا مهاجر د مديترانې سمندر له لاري اروپا ته د تگ په موخه پر نفر ۷۰۰ يورو ورکوي. دوی په داسي کښتيو کي سپريږي چي هغه په سمندر کي د سفر نه دي. دغه کښۍ له يوې کوچنی ستونزي سره ډوبيږي او تر اوسه پوري په زرونو مهاجر پکښې وژل سوي دي.

شتمن مهاجر بيا چي د منځني ختيځ بلل کيږي، په دغو کښتيو کي د سفر له پاره ۲۰۰۰ يورو ورکوي. د «مهاجرو سوابق» ډلي ليکونکو راپور ورکړی چي د عراق ځيني پناه غوښتونکي اروپا ته د هوايي له لاري تگ له پاره حتي ۱۶۰۰۰ يورو ورکوي. دغه شان سفرونه په جعلي اسنادو سره کيږي او قاچاقبران سرحدي کارکوونکو ته هم پيسې ورکوي.

دغه رپوټ هغه راپورونه تائيد وي چي هغه مهاجر چي له افريقا او منځني ختيځ څخه اروپا ته روان دي د دغو ټولنو له غريبانو څخه نه دي، بلکي ډېری نارينه د داسي کورنيو دي چي وايي په اروپا کي پانگونه کوي او بيا وروسته چي پيسې پيدا کوي ډېره برخه ئې کور ته لېږي.

د سوريې د کورنۍ جگړې له پيل راهيسي اروپا ته د پناه وړونکو کسانو شمېر زيات سوی دئ. په تير مېلادي کال کي په اروپا کي نزدې ۶۰۰ زرو کسانو د پناه غوښتنليکونو وړاندي کړي دي چي يو پر دريمه يعني ۲۰۰زره ئې آلمان ته راغلل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل