1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انساني کرامت د تعرض وړ نه دی

۱۳۹۴ بهمن ۲۲, پنجشنبه

نن په برلین کې د نه زغم، له انسانیت سره د دښمنۍ او زور زیاتي پر ضد نړۍ ته د پرانسیتوالي، پیوستنون، دیموکراسۍ او د قانون پر بنسټ ولاړ اتحاد معرفي کیږي. راینر هوفمن چې د اتحادیو د ټولني مشر دی د دغه اتحاد نوښتگر دی.

https://p.dw.com/p/1Hti2
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

آلمان د ډېرو مهاجرو او پناه غوښتونکو له کبله له غیر عادي او سترو ستونزو سره مخامخ دی. او دا چې دغه ستونزي غیر عادي دي نو نړۍ ته د پرانیستوالي، پیوستون، دیموکراسۍ او قانون دولت یو غیر عادي او بې ساری اتحاد تأسیس شوی دی چې د نه زغم، انسانیت سره د دښمنۍ او زور زیاتي پر ضد مبارزه کوي.

له دغه اتحاد سره تړلي سازمانونه او کنفدراسیونونه چې له اجتماعي، مذهبي، سپورتي اتحادیو، خیریه سازمانونونو، د چاپیریال ساتنې او کلتور له مشارکتونو څخه جوړ دي هغه یو اتحاد دی چې تر اوسه یې په آلمان کې ساری نه لیدل کیږي.

د ياد اتحاد د رابللو غوښتنه دلته لوستلای سئ

مهم سیاسي زیگنال

موږ له خپلې غوښتني سره غواړو چې په څرگند ډول یو سیاسي زیگنال واستوو: او هغه داسې چې هو موږ په دې پوهیږو چې ستونزي سترې دي. خو په دې متیقین یوو چې موږ پر هغې په گډه د یوې مدني ټولنې په توگه له مهاجرو سره یو ځای برلاسي کیدلای شو. دا به د ټولو اړخونو، زموږ، د مهاجرو او پناه غوښتونکو له زیار پرته کار ور نه کړي. دا د شرایطو او مقرارتو او د روزني، زیربناو او پرسونل په برخه کې له پانگوني پرته لکه څرنگه چې یې په غوښتنه کې یادونه شوې ده، هم کار ور نه کړي.

موږ د هغو کسانو پر ضد یو څرگند سیاسي دریځ ته اړتیا لرو چې غواړي د دغو ستونزو پر ضد د تبعیضي چلن، له انسانیت سره د دښمنۍ او نفرت له لارې چلن وکړي. د کډوالو پر کمپونو ۹۰۰ حملې او د اروپایي اتحادیې په ډېرو هیوادونو کې کیڼ اړختوب ته تمایل هغه یو تحول دی چې موږ یې باید مخه ونیسو.

د کډوالو پر هر کمپ یو برید هم ډیر دی. دا خبره باید جوته شوي چې ستر او مهم خوځښت هغه دی چې هره ورځ په آلمان او نورو هیوادونو کې مهاجر مني: یعنی د زرونو مرستندویانو ستره او سخاوتمندانه بوختیا، د ناحیو د ښځینه او نارینه کارکوونکو نه ستړی کیدونکی ماموریت، او په ښوونځیو کي د پولیسو او شرکتونو په ودانیو کې د مهاجرو له پاره جوړ شوي کمپونه د پام وړ دي. له دغه یوه غږ سره موږ د ښی اړخو افراطیانو پر وړاندې دریږو، مهمه نه ده چې هغوی تر کوم چتر لاندي راټولیږي. موږ د هغوی پر ضد پر سړکونو، د کار په ځای او په انټرنیټ کې د فعالیت غوښتنه کوو.

کار، ادغامول کوي

موږ له دې کبله په دغه نوښت لاس پورې کړ، چې کاري محیط لکه دفترونه، فابریکي، ساختماني چارې او یا هم سوپر مارکیټونه هغه ځایونه دي چې د ادغام ټول اړخونه تجربه کیدای شي. په دغه ځای کې له لسیزو راهیسې د بیلا بیلو کتلورونو او هیوادونو انسانان سره ویني. انسانان چې په گډه په یو څه پیل کوي او سره پیژني بیا نور له یو بل سره پردي نه دي. د ادغام د ملاتړ له پاره به زموږ د اتحادیې غړي ټولني او کاري شوراگاني فعالیت وکړي. زموږ د اتحاد شریکان به د خپلو جوړښتونو په چوکاټ کې د دغه غږ د اهدافو له پاره زیار وباسي، خو موږ به گډ چوکاټونه هم رامنځ ته کړو.

د دغه اتحاد اوسني لس شریکان غواړي چې پر دې سربیره د دې له پاره فعالیت وکاندي چې نړۍ ته د پرانیستوالي دغه اتحاد لا ستر شي. په راتلونکو اوونیو کې به له نورو احتمالي شریکانو، سازمانونو او یا هم په عامه ژوندانه کې له مطرح شخصیتونو څخه وغوښتل شي چې زموږ ملاتړ وکړي او یا راسره یو ځای شي.