1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«انيس عامري ووژل سو»

۱۳۹۵ دی ۳, جمعه

د ايټاليا د کورنيو چارو وزارت تصديق کړې ده چي د برلين په خونړۍ پېښه کي په لاس لرلو شکمن انيس عامري د دغه هيواد په ميلان ښار کي پوليسو ويشتلی او وژلی دئ.

https://p.dw.com/p/2Umfh
Italien Mutmaßlicher Berliner Attentäter in Mailand getötet
انځور: picture-alliance/dpa/Daniele Bennati/B&V

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير مارکو مينيتي، د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د دسمبر ۲۳) په روم کي يوه خبري کنفرانس ته وويل چي د برلين په خونړۍ پېښه کي په لاس لرلو شکمن انيس عامري د دغه هیواد په ميلان ښار کي پوليسو ويشتلی او وژلی دئ.

تر دې مخکي ايټالوي خبري آژانس «ANSA» خبر ورکړ چي د برلين په خونړۍ پېښه کي په لاس لرلو شکمن کس په ايټاليا کي له پوليسو سره په متقابلو ډزو کي وژل سوی دئ.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخي دغه نونسی چي په ټوله اروپا کي ور پسې لټون روان وو، په ايټاليا کي د پوليس په عادي کنترول کي راگير سوی. کله چي پوليسو له هغه څخه د پېژندپاڼي غوښتنه کړې، نو عامري د پيژند پاڼي پر ځای خپله وسله راايستلې او پر پوليسو ئې ډزي کړي. د رپوټ په حواله هغه د پوليسو په جوابي ډزو وژل سوی دئ.

په ميلان کي له تروريزم سره د مبارزې مشر البيرتو نوبيلي، ويلي دي چي انيس عامري له فرانسې څخه په اورگاډي کي د پنجشنبې په ورځ نيمه شپه ايټاليا ته ور رسېدلی وو. د هغه په خبره عامري، د جمعې په ورځ سهار پر څلورو بجو له دوو پوليسو سره په مقابله کي ووژل سو. په دې پيښه کي يو پوليس په اوږه کي ټپي سوی او روغتون ته انتقال سوی دئ. ويل سوي دي چي د ټپي سوي پوليس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ نه دئ.

د جرمني چارواکو تر اوسه پوري لا په ايټاليا کي د انيس عامري د وژل کېدو خبر تائيد کړی نه دئ. خو په برلين کي د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي دي چي دوی له ايټالوي چارواکوي سره په تماس کي دي.

پر انيس عامري باندي د دوشنبې په ورځ په برلين کي د کريسمس پر بازار د لارۍ موټر په يرغل کي چي ۱۲ کسان پکښي ووژل سول او ۵۰ نور ټپيان سول، د لاس شک کېدی.

په هغه لارۍ موټر کي چي د برلين پر کريسمس بازار ورځغلول سوی وو، د انيس عامري پيژندپاڼه (د هويت کارت) موندل سوې وه.

د تونس هيواد دغه وگړی په ۲۰۱۵م کال کي جرمني ته د مهاجر په توگه راغلی وو او د پناه غوښتنه ئې رد سوې وه، خو د موقتي اقامت اجازه ئې لرله.

په عامري پسې نه یوازي په اروپا، بلکي تونس کي هم پلټني رواني وې.