انځورونه: افغان مهاجرو د اجباري اخراج پرضد په اروپا کي مظاهرې وکړې
د شنبه په ورځ د سویډن د گوتنبورگ په مرکز کي د مهاجرينو د اجباري اخراج پر ضد په سلهاوو افغانانو مظاهرې وکړې.
د گوتنبورگ د مظاهره کونکو سازمان ورکونکې سهیلا حیدري(د ښی خواڅخه اوله) وايي، چي په سويډن کي د ۲۵۰۰۰ په شاوخوا کي مهاجر د اخراجیدو د خطر سره مخامخ دي.
ډیرو سويډنیانو هم په دغو اعتراضونو کي گډون کړی ؤ.
د سویډن د بشر دحقوقو او مهاجر پلوه سازمانونه هم د افغانانو د اجباري اخراج پر ضد دي.
مظاهره کونکو د شعارونو په انتقالولو سره خپل اعتراض بیان کړ.
دغه اعتراضونه د مهاجر پلوه بنسټونو لخوا پر لاري اچول سوي وه.
په هامبورگ کي هم په سلهاوو افغان مهاجرو په مظاهرو لاس پوري کړ.
پناه غوښتونکي د افغانانو داجباري اخراج مخنیوی غواړي.
د اروپا د مختلفو ښارونو په دغو مظاهرو کي ډیرو ښځو او کوچنیانو هم برخه اخیستې وه.
ډیری افغان مهاجر غواړي ،چي د جرمني د هامبورگ به ښار کي پاته سي.