انځورونه: تر جګړې وروسته د افغانستان په بیا رغونه کې د آلمان وڼډه
آلمان د افغانستان د بیارغونې له بهیر سره یو له سترو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی. د دغو دواړو هیوادونو د سل کلني دوستې په مناسبت، په دغو انځورونو کې له افغانستان سره د آلمان د مرستو ځینې بیلګې وړاندې کیږي.
آلمان تر امریکا متحده ایالاتو وروسته د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی هیواد دی. دې هیواد د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته د افغانستان د بیا رغونې له بهیر سره په ملیاردونو ډالر مرستې کړې دي.
آلمان په افغانستان کې د نوی نسل پر علمي ودې باندې ډیر تمرکز کړی دی. د نورو مرستو تر څنګ، آلمان هر کال ډیر شمیر افغان محصلینو ته تحصیلي بورسونه ورکوي ترڅو په دې هیواد کې زده کړې وکړي. په دې انځور کې د بوخم له پوهنتون څخه د ماستري په کچه د افغان محصلینو فراغت ښوول شوی دی.
آلمان په تیرې لسیزه کې په افغانستان په سلهاو ښوونځي جوړ کړي دي چې اوس په کې له سلهاو زره ښوونکي په زده کړو بوخت دي. پر دې سربیره آلمان همداراز په ښوونځیو او پوهنتونو کې د لابراتوارونو په څیر بنسټونو له رامنځ ته کولو سره هم مرسته کوي. انځور د بلخ ولایت د ادارې او پالیسۍ له پوهنیځې څخه چې د آلمان په مرسته چوړ شوی دی.
که څه هم د آلمان په ګډون مرستندویه هیوادونو په افغانستان کې په زرهاو ښوونځي جوړ کړي دي. آلمان په تیرو کلونو کې یوازې د افغانستان د معارف سکتور د ودې له پاره ۲۰۰ میلیونه ډالر مصرف کړي دي. خو افغانستان اوس هم په دې برخه کې لا ډیرو مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د آلمان د مرستو یو هدف خلکو ته مسلکي زده کړو رسول دي ترڅو هغوی وشي کولای خود کفا شي. په دې ترتیب ډیر شمیر آلماني مرستندویه سازمانونه له مسلکي او تخنیکي لیسو سره مرستې کوي. تر اوسه پورې په زرهاو افغانانو له دغو لیسو او انستیتونو څخه د سندونو تر ترلاسه کولو وروسته، په کار بوخت شوي دي.
آلمان په افغانستان له خپل حضور راهیسې د دې موضوع له درکولو سره چې له ښارونو سره د کلیو نښلول، د سړکونو پر جوړولو باندې تمرکز کړی دی. تر اوسه پورې د آلماان په مرسته په افغانستان کې په سلهاو کلیومتره واټنونه ډمبر شوي دي.
ویل کیږي چې اوس تر ۸۰ میلیونو ډیر افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري. آلمان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له افغانستان سره یې په دې برخه کې مرسته کړې ده. دا په مزارشریف ښار کې د آلمان په مالي مرسته ۴۰۰ بستریزه روغتون دی.
آلمان د نورو تر څنګ افغان روغتیایی کارکوونکي هم روزلي دي. پر دې سربیره آلمان ډیر شمیر روغتونونو ته په افغانستان کې پرمختللي وسایل هم ورکړي دي.
افغانان له ډیر وخت راهیسې د څښاک اوبو ته د لاسرسی په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی. آلمان په دې برخه کې هم له افغانانو سره مرستې کړې دي. دې هیواد د څښاک اوبو د برابرولو پروژو ترڅنک له افغان بزګرو سر هم مرسته کړې ده چې خپلو کروندو ته اوبه ورسوي.
آلمان د ښارونو د کانالیزیسیون د جوړولو په برخه کې هم په افغانستان کې ډیرې پروژې پلې کړې دي.
آلمان د افغانستان یو له هغو مرستندویه هیوادونه څخه ده چې په کلیو کې د پروژو د پلي کولو له لاره غواړي ښارونو ته د کلیو د اوسیدونکو د کډه کیدو مخه ونیسي.
ډیر شمیر افغانان د زراعت او مالداري له لارې د خپل ژوند مصرفونه پوره کوي. آلمان د دغه سکتور له ودې سره په افغانستان ډیر شمیر پروژې پلي کړې دي.
که څه هم افغانستان د انرژي او بریښنا د تولید ډیرې سرچینې لري، خو بیا هم دغه هیواد له ګاونډیو څخه بریښنا واردوي. آلمان له افغانستان سره مرسته کوي چې له خپلو منابعو څخه انرژي تولید کړي. آلمان یوازې په یوې پروژې کې ۶۹ میلیونه ډالر ولګوي چې افغانان د اوبو او لمر له لارې تولید شوې انرژي ته لاسرسي ولري.
آلمان په بلخ ولایت کې د هوایي ډګر له جوړولو سره غواړي له افغانستان د ځمکني او هوایي ترانسپورت په برخو کې مرسته وکړي.
د تیرو لسیزو جګړو له کبله په افغانستان کې ټولنیز بنسټونه هم زیانمن شوي دي. آلمان پّ افغانستان کې د دیموکراسي، بشري حقونو او د بیان د آزادي د ترویج له پاره په افغانستان کې وخت نا وخت سیمنارونه په لاره اچولي دي.
آلمان تل په افغانستان کې پر ښې حکومتوالي باندط ټینګار کوي. دغه هیواد تر دې مخکې ټنیګار کړی دی چې افغان حکومت باید د ادارې فساد پر وړاندې مبارزه وکړي. آلمان په افغان دولتي ادارو کې د ظرفیت لوړولو په موخه وخت نا وخت روزنیز پروګرامونه په لاره اچوي.
آلمان په تیرو ۱۳ کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې برخه اخیستې ده. آلمان تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د ناټو د نوي ماموریت «پریکړنده ملاتړ» په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې بهیر ته دوام ورکړي.
آلمان د اقتصادي ودې په برخه کې هم له افغانستان سره مرستې کړې دي. د دغه هیواد مرستې د سیمنارونو له په لاره اچولو څخه بیا د پانګو تر جلبولو پورې رسیږي.
آلمان له افغانستان سره مرسته کوي چې کورني تولیدات یې ډیر شي. په دې ترڅ کې تر اوسه پورې څو وارې په آلمان کې د افغاني زراعتي او نورو محصولاتو نندارتونونه هم پرانیستل شوي دي.
افغانستان په تیرې لسیزه کې د نړیوالې ټولنې په مرسته په بیلابیلو برخو کې د پام وړ پر مختګونه کړي دي. آلمان ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۱۶ کاله پورې به افغانستان ته هر کال ۲۴۰ میلیونه یورو مرستې وکړي. آلماني چارواکي وايي چې د افغانستان اوږدمهاله ملاتړ ته ژمن دي.