انځورونه: تر ویجاړیدو دیارلس کاله وروسته د بودا د مجسمو خالي ځایونهانځور: picture alliance/dpa د بامیان ولایت چارواکي گواښ کوي چې د بودا د مجسمو بقایاوې اوس د تیتیدو په حال کې دي.انځور: DW د بودا د پخوانیو مجسمو خالي ځایونو ته نزدې داسې لوحې نصب شوي دي چې د بودا د خالي ځایونو د ړنگیدو گواښ کوي.انځور: DW د اوبو د تلو د یوه سیستم د نه شتون له کبله د باران او واورو اوبه اوس د دې سبب شوي دي چې د بودا د مجسمو خالي ځایونه لا پسي ویجاړ کړي.انځور: DW د بامیان اوسیدونکي وایي چې د دغه تاریخي اثر ددننۍ برخې ویجاړې شوې دي. هغوی زیاتوي چې اوس دغو ځایونو ته تلل تر بل هر وخت ډیر خطر لري، ځکه کیدای شي چې هغه راولویږي.انځور: DW سیمه ییز چارواکي گواښ کوي چې که همدا اوس د دغه تاریخي اثر د بیا رغوني له پاره کار پیل نه شي نو وروسته به د هغه جوړول ناممکنه وي.انځور: DW څو کاله کیږي چې د دغه تاریخي اثر د جوړولو ژمنې تازه کیږي خو لا تر اوسه پورې هم په کوم جدي کار لاس نه دی پورې شوی.انځور: DW په وروستیو وختونو کې یوې آلمانۍ موسسې د وړوکي بودا د مجسمې د بیارغونې کار پیل کړی دی.انځور: DW د بودا مجسمې په پنځمې او شپږمې میلادي پیړیو کې جوړې شوې وې.انځور: ddp طالبانو د ۲۰۰۱ کال د مارچ میاشتې په دویمه نیټه د دغو مجسمو د ویجاړولو کار پیل کړ او تر دوو اوونیو وروسته یې هغه ولوزولې.انځور: Getty Images اوس هم یو شمیر بهرني او کورني سیلانیان بامیان ته د دغو مجسمو د خالي ځاینو د لیدو له پاره ورځي.انځور: cc-by-sa-UNESCO/A Lezine هر کال افغانان د بیلابیلو محافلو په جوړولو د بودا د مجسمو د ویجاړیدو ورځ لمانځي.انځور: picture-alliance/dpaانځورونه1 | 11انځورونهنصیر بهزاد/ رضا شیر محمدي۱۳۹۲/۱۲/۱۱۱۳۹۲ اسفند ۱۱, یکشنبهhttps://p.dw.com/p/1BIHlاعلان د طالبانو له خوا په بامیان کې د بودا دوه مجسمې دیارلس کاله مخکې ویجاړې شوې. خو تر اوسه پورې هم د دغه ارزښت لرونکي تاریخي اثر د بیارغونې له پاره کافي اقدامات نه دي شوي او بقایاوې یې اوس د له منځه تلو په حال کې دي.