انځورونه: دورگه حیوانات
لائیگرز، ټیگرون یا گرولر ایږ- دا مصنوعي مخلوقات نه، بلکې د دوو مختلفو نسلونو یا سپيشېز له یو ځای کیدو څخه رامنځته شوې حیوانات دي.
د حیواناتو غیر معمولي نړۍ
په عمومي توگه هائبرډ یا دورگه حیوانات د یو مشخص هدف له پاره زیږول کیږي. خو کله نا کله په طبیعي توگه هم ځنې حیوانات له یو ځای څخه بل ته ځي، چیري چې دوی د یو بل نوع (ډول) حیوان سره تر یوځای کیدو وروسته یو غیر معمولي نسل رامنځته کيږي.
د چاپيریال اغیزې
همدا ډول یو حیوان چې په طبیعي ډول د دوو سپيشیز (نوع) حیواناتو د یوځای کیدو په نتیجه کې رامنځته شوی دی گرولر خرس یا ایږ دی. دغه حیوان د نسواري او سپين پولر ایږانو د یوځای کیدو په نتیجه کې پيدا شوی. په شمالي قطب کې د واورو تر ویلي کیدو وروسته دغه ایږ د سویل پر لور روان دی، په داسې حال کې چې د تودې هوا له کبله عادي ایږان د شمال پر لور روانیږي چې د دوی تر یوځای کیدو وروسته دریم نسل رامنځته کیږي.
تور رنگه شارک یا مښوکه لرونکي کبان
ساينس پوهان په طبیعي ډول د مختلفو سپيشیزونو یوځای کیدو ته په مثبته سترگه گوري. د استرالیا په سواحلو کې مختلف تور رنگه شارک کبان د همدا ډول یو طبیعي عمل په نتیجه کې رامنځته شوي دي. دغه کبان په سړو او گرمو اوبو کې د ژوندي پاتېدو توان لري.
د ورکیدو له خطر سره مخامخ حیوانات
دا ټول بدلونونه مثبت هم نه دي. د دغه طبیعي عمل په نتیجه کې د مختلف ډولونو حیوانات د نسل ورکیدو له خطر سره مخامخ کیږي، د بیلگې په توگه د قطبي خرس یا ایږي نسل. د پولو یا قطبي خرس د کمښت له امله په راتلونکي کې پولو حرس له نسواري رنگه خرس سره یوځای کیږي چې په نتیجه کې د پولو نسل ایږان د ورکیدو له گواښ سره مخامخ کیږي.
خنثی نسل
د دوو نسلونو د یوځای کیدو په نتیجه کې رامنځته شوی دریم نسل له ځينو جنیتکي مسائلو سره مخامخ کیږي. دغه نوی نسل د ژر ناروغه کیدو تر څنگ کیدای شي خنثي(هغه حیوانات چې د بچي نه شي زیږولې) وي.
هائبرډ یا دورگه نسل
په ژوبڼ کې خو د هائبرډ یا دورگه کیدو مخنیوی کیدای شي، لیکن په طبیعي توگه د دورگه کیدو مخنیوی یو ستونزمن کار دی. د ایرلینډ په یو فارم کې د اوزې (بزې) او پسه د القاء په نتیجه کې یو دریم نسل چې د دواړو خصوصیات پکښې موندل کیږي رامنځته شوی دی.
په طبعیت د هیچا زور نه رسیږي
په ۲۰۱۳م کال کې د ایتاليا په یو ژوبڼ کې یو زیبرا یا پټ لرونکی خر له سیمي دیوال څخه واوښت او تر یوې خرې یې ځان ورساوه، تر دغې پيښي وروسته «زونکی» وزیږید، چې د زیبرا او خرې د یوځای کیدو په نتیجه کې یو نوی دریم نسل دی.