انځورونه: د اوښ غاړه که کږه ده، خو شودې يې سره زر دي
عربي متحده امارات د نفت او تېلو تر څنګ د لويو تعميرونو له پاره هم شهرت لري. خو آيا پوهېدلئ چې دبۍ د اوښانو له پيو يا شيدو څخه خواږه شيان هم جوړوي چې نورو هېوادونو ته صادريږي؟
آسمان څکې ودانۍ
د برج خليفه په نوم آسمان څکې ودانۍ د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ده. په ۲۰۱۰ کال کې يې ساختماني چارې پيل شوې. دغه ودانۍ ۱۸۹ پوړيزه او۸۳۰ متره لوړه ده.
سره زر
په دوبۍ کې د پيسو يا بانکي کارتونو د قرصونو په بدل کې دغه ماشين سړي ته سره زر يا طلايي سکې په لاس ورکوي.
د اوښانو فارم
دغه فارم په موټر کې له دوبۍ څخه نيم ساعت لېرې پروت دی: دلته د ۲۰۰۶ کال راهيسې د اوښانو شيدې يا پۍ توليديږي.
پراخه ساحه
د سرپټو ځايونو په لرلو سره په دغه پراخه ساحه کې تقريبا ۴۲۰۰ اوښان ساتل کيږي. دغه ساحه د ۲۱۰ فوټبال ميدانونو په اندازه ده.
ټولنيز ژوي
په يو سرپټي ځای کې حد اکثر ۲۵ اوښان ځای پر ځای کيږي. اوښان د غواګانو سره توپير لري. اوښان ټولنيز ژوي دي چې يوه ټولنيز ګروپ ته اړتيا لري.
اوښان خوندور شيان خوښوي
اوښانو ته ګازرې، بوسي او بوزغلي د خوراکي موادو په توګه ورکول کيږي.
اوښان حساس ژوي دي
ښځينه اوښان حساس ژوي دي چې خپل سر لري. هغه يوازې هغه مهال لوشل کېدای شي چې بچي يې لومړی شيدې وخوري. د لوشلو پر مهال بايد چې بچی يې هم ورسره حاضر وي.
د لوشلو غرفه
هر اوښ د ورځې اووه ليتره شيدې ورکوي. د اروپايي غواوو په پرتله چې د ورځې ۲۵ تر ۴۰ ليتره شيدې ورکوي، دا لږې شيدې دي.
په حرکت کې برکت دی
اوښان د ورځې دوه وارې لوشل کيږي. هغه د ورځې دوه وارې حرکت کولو ته هڅول کيږي.
د شيدو پروسس کول
دلته د ورځې کابو ۶۰۰۰ ليتره د اوښانو پۍ تودول کيږي. د اوښانو شيدې د غوا د شيدو په پرتله ۵۰ سلنه لږ غوړ لري. هغه سربېره پر دې زيات ويټامينونه هم لري.
د شيدو وچه بڼه
دوه په درې برخه شيدې تازه خرڅول کيږي. نوره برخه د وچو پوډرو د جوړولو له پاره کاريږي.
ښايسته تحفه يا ډالۍ
د ۲۰۰۸ کال راهيسې د اوښانو د پوډرو په اساس چاکليټ جوړيږي. دغه خواږه البته په دبۍ کې نه، بلکې په اتريش کې جوړيږي.
ګران مواد
د چاکليټو اصلي مواد له اتريشه بيا عربي اماراتو ته لېږل کيږي. کاکاو بيا له عاج ساحل څخه، وانيل مواد له مدګاسکار او شيدې له دوبۍ څخه ورسره ګډيږي. اويا ګرامه دغه چاکليټ په شپږ يورو پلورل کيږي.
له اتريش سره سوداګريزې اړيکې
د النسمه په نوم چاکلېټ جوړونکی شرکت تر ټولو زيات د اوښانو د شيدو پوډر پېري. د دغه شرکت ۵۱ سلنه له اماراتو او ۴۹ سلنه له اتريشيانو سره ده.