انځورونه: د هوايي شرکتونو د مېلمه پالو يونيفورم
د مسافر وړونکو الوتکو میمله پال د خپل شرکت یونیفورم اغوندي. د آريانا افغان هوايي شرکت او د نړۍ د نورو هیوادونو د هوايي شرکتونو د مېلمه پالو انځورونه دلته لیدلای شئ.
لوفت هانزا
لوفت هانزا هغه آلمانی شرکت دی چې د اروپا تر ټولو لويي الوتکي په اختیار کي لري. د الوتني پراخه شبکه، عصري الوتکي او تجربه لرونکی پرسونل درلودل د دغه شرکت له ځانگړنو څخه دي.
ایر فلوت
په هره الوتنه کې تر پيلوټ وروسته د الوتکي مېلمه پال ډیر مسئولیت لري. په انځور کي د روسيې د هوايي شرکت اير فلوت د مېلمه پالو يونيفورم.
سینگاپور هوایې شرکت
په دغه انځور کې د سینگاپور د هوايي شرکت، د میلمه پالو یونیفورم ښوول شوی دی.
ویرجین امریکا
مېلمه پالي د الوتني پر مهال له مسافرو سره مرسته کوي، څو هغوی آرام او ډاډمن سفر ولري. په انځور کي د ويرجين امريکا مېلمه پالو يونيفورم.
باتیک اير
«باتیک ایر» د اندونیزیا هوایي شرکت دی.
گلف ایر
د بحرین د گلف ایر هوایې شرکت د مېلمه پالو یونیفورم.
آريانا افغان هوايي شرکت
دا د آريانا افغان هوايي شرکت د مېلمه پالو د ۲۰۰۲م کال يونيفورم دئ. اوس کېدای سي دغه يونيفورم بدلون موندلی وي.
اير استراليا
د استرالیا هوایې شرکت یونیفورم.
ايران اير
د ایران ایر هوايي شرکت د مېلمه پالو يونيفورم.
ایران تر اسلامي انقلاب دمخه یونیفورم
په ۵۷ کال او تر انقلاب مخکې میاشتو کې د ایران د هوایي شرکت د عملې یونیفورم له اوسني یونیفورم سره څرگند توپیر لري.
تر اسلامي انقلاب وروسته د ایران دهوایي شرکت یونیفورم.
ميانمار هوايي شرکت
د میانمار هوایي شرکت د مېلمه پالو یونیفورم.
د هند يو هوايي شرکت
د هند د «کنگ فیشر» هوایې شرکت د مېلمه پالو یونیفورم.
اتحاد هوايي شرکت
د عربي اماراتو د «اتحاد» هوايي شرکت د مېلمه پالو یونیفورم.
د چين هوايي شرکت
د چین هیواد د هوایې شرکت د مېلمه پالو يونيفورم.
کنگ فيشر
په دې انځور کې د هند د «کنگ فیشر» هوایې شرکت د مېلمه پالو یونیفورم ښوول کيږي.