انځورونه: د ځيرکو تلیفونونو شلمه کليزه
په مليارډونو انسانان نور پرته له ځيرک تليفون څخه د ژوند تصور نه شي کولای. اوس يې شلمه کليزه پوره شوه. دلته به داسې واقعيتونه دروپېژنو چې شايد تاسو ته حيرانوونکي وي.
لومړنی ځيرک تليفون
دا د نړۍ تر ټولو لومړی ځيرک تليفون دی. د نوکيا ۹۰۰ کومونيکاتور موډل د کمپيوټر ټولې وړتياوې لرلې: د انترنېټ براوزر، د دفتر نرم افزار، او د فاکس آسانتيا. هغه د ۱۹۹۶ کال د اګست په ۱۵مه نېټه بازار ته راووت چې بيه يې ۸۰۰ ډالره وه.
په نورو هېوادونو کې يې استعمال ډېر ګران تمامېدای شي
د امريکا د فلوريډا آيالت اوسېدونکې، سېلين آرونس، يو څو کاله مخکې د موبايل د بيل او لوړې خرچې رکارډ مات کړ. هغې بايد ۲۰۱ لکه امریکايي ډالره لګښت ورکړی وای، ځکه چې کاناډا ته د سفر پر مهال يې خپل تليفون ډېر استعمال کړی وو.
اوسني تليفونونه لا سپک او واړه، خو خورا پياوړي دي
ننني ځيرک تليفونه سپک او واړه دي، خو خورا پياوړي هم دي. هغه سپوږمۍ ته د ختلو د آپولو ۱۱ ماموريت د وخت د کمپيوټرونو په پرتله لا ګړندي او پياوړي دي.
شمېر يې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی
په ټوله نړۍ کې کابو دوه ميليارډه انسانان ځيرک تليفونونه کاروي، چې شمېر يې په ډېرېدو دی. د ۲۰۱۶ کال په اوله ربع کې ۳۴۹ ميليونه نوي مبايلونه خرڅ شول چې د تېر کال په پرتله ۶ سلنه زياتوالی ښېي. تر ټولو زيات مينه وال د سامسونګ ګېلېکسي اس ۷ موډل لري چې ورپسې د اپل ای فون ۶ اس او ۶ اس پلاس هم راځي.
ځېرک تليفون باراني ځنګلونه هم ژغوري
د ژوند په هره برخه کې اپليکيشنونه د انسانانو سره مرسته کوي. په اندونيزيا کې يو ډول سافټ وېر د هغو برقي آرو غږ پېژني چې د ونو په چپه کولو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي. دغه اپليکيشنونه بيا د خبرداري زنګ کړنګوي.
تليفون د هوا پېژندنې له پاره هم کاريږي
د اوپن سيګنال په نوم ډلې څېړونکو موندلې ده چې د اندرويد ځيرکو تليفونونو هغه سېنسورنه چې د بيټرۍ د حرارت درجه، د هوا فشار او رڼايي اندازه کوي، د هوا وړاندوينه هم کولای شی.
په بولو کې هم انرژي شته
انګليسي څېړونکو داسې يوه بيټري اختراع کړې ده چې د بولو په مرسته د ځيرک تليفون بيټري ورډکوي. بکترياوې دغه مايع په برق بدلوي.