انځورونه: په ابوظبي کې د لوور موزیم بې سارې مهندسي
د متحدو عربي اماراتو په پلازمینه کې، بالاخره د پاريس د هنري موزیم یو څانګه فعاله شوه. لس کاله کار په ابوطبي کې د هنري اثارو د لوور نندارتون د ودانۍ عضمت ښيي.
د ابوظبی یو نښانه
د لوور موزیم څرنګه په ابوظبي کې د نوامبر پر۱۱مه نیټه د لیدونکو پر مخ پرانیستل شوه. د دې موزیم ودانۍ یو بې ساري هنري اثر ښيي. په دې موزیم کې له پاریس څخه ځیني امانتي اثار، او همداراز د سیمې نور قیمتي اثار نندارې ته وړاندي شوي دي چې بیلابیل تمدنونو او دینونو پوري تړاو لري.
ډیر مصرف لرونکې پروژه
د فرانسې او متحدو عربي اماراتو حکومتونو په ۲۰۰۷م کال کې پر یوه ۳۰ کلن ګډ کار موافقه وکړه. چې په پایله کې یې د ابوظبي دغه موزیم رامنځ ته شو. یوازي د دې موزیم د نوم حق ۵۲۰ میلیونه ډالر ارزښت لري. موزیم په سعدیات سیمه کې چې فرهنګي ارزښت لري جوړ شوی دی. اوس هڅې روانې دي چې هغه د نړۍ په تر ټولو لویې فرهنګې مجمعې باندې بدل شي.
لس کاله ساختماني کار
د دې ودانۍ نقشه فرانسوي مهندس ژان نوول ورکړې ده. د دې ساختمان نقره يي ګنبده د بهر رڼا د ودانۍ دننه پریږدي. په ودانۍ کې دنن سړۍ داسې فکر کوي چې د لمر وړانګې د ونې له پاڼو تیږي. حوضونه هم دې ودانۍ ته ځانګړې ښکلا وربخښي. د دې پروژې کار لس کاله وخت ونیوه.
هر کال څلور موقتي نندارتونونه
په دې موزیم کې به پر دایمي اثارو سربیره هر کال څلور موقتي نندارتونونه هم پرانیستل شي.
فرهنګي همکاري که اقتصادي ګټه
منتقدین پر لوور موزیم باندې تور لګوي چې اقتصادي ګټې ته د هنر پر سلامت اولویت ورکوي. پر دې سربیره د موزیم د جوړولو پر مهال د کارګرو د استثمار ادعاوې هم کیږي.
با عظمته پرانیست غونډه
دې موزیم ته د ننوتو د تکټ قیمت ۱۶ ډالره دی. موزیم له دوشنبې ورځې پرته هره ورځ پرانیستی وي. په دې ځای کې موجود ډیر اثار د لومړي ځل له پاره ابوظبي ته راوړل شوي دي. د موزیم د پرانیستنې د مراسمو په لومړیو څلورو ورځې کې د نړۍ مشهورو هنرمندانو هم خپروني لري.