انځورونه: په افغانستان کي لومړی ښاري اورگاډی
که څه هم په لومړي وار په افغانستان کې د اورگاډو طرح د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړه شوه، خو افغانستان خپل لومړي ښاري اورگاډی له آلمان څخه راوست چې تر اوسه پوري یې هم پاته شوي په کابل کې موجود دي.
په۱۹۲۰ لسیزه کې امان الله خان د آلمان په کسل ښار کې له هنشل شرکت څخه درې لوکوموتیو رانیول. دغه ښاري اورگاډی د دارالامان قصر او کابل ښار تر منځ مسیر کې په حرکت پیل وکړ. مسافرو به دغه اووه کلیو متره واټن د همدو اورګاډو په مرسته واهه. خو بیا وروسته دغه اورګاډي د نامعلومو لاملونو له کبله له کاره ولویدل.
د افغانستان د کورنیو جګړو له کبله دغه ښاري اورګاډي هم د افغانستان د نورو تاسیساتو په شان ویجاړ شول.
د دغو آلماني اورګاډو پاته شوي اوس هم دارالامان قصر ته نزدې سیمه کې موجود دي.
ویل کیږي چې له آلمان څخه رانیول شوی یو لوکوموتیو اوس د کابل په موزیم کې ساتل کیږي.
داسې معلومات موجود دي چې په۱۹۵۰مه لسیزي کې د آلمان بدیا ماشین فابریک شرکت، پنځه هایدرولیکي لوکوموتيوه په افغانستان کې یوه ناپیژندل شوي پیریدونکي ته چمتو کړي ول. خو افغانستان ته د دغو اورګاډو د استولو برخه لیک نامعلوما پاته شو.
اوس مهال په افغانستان کي د اورګاډي یوه پټلی په حیرتان ښار کې موجوده ده چې د ازبکستان ترمز ښار د افغانستان له بلخ ولایت سره نښلوي. بله پټلۍ بیا ترکمنستان د تورغندي بندر له لاري له افغانستان سره وصلوي.
افغانستان اوس مهال د اورګاډي له پاره د مسافرو د لیږدولو خدمتونه نه لري. خو په په پام کې ده چې په راتلونکې کې له ایران او ترکمنستان څخه هرات ته رارسیدلې د اورګاډي پټلۍ بلخ ولایت ته رسیدلې پټلۍ سره ونښلول شي.
په افغانستان کې د اورګاډو د پټلویو د غځیدو هیله ډیره شوې ده. د دغه هیواد ګآونډیو هم لیوالتیا ښوولې ده چې په دې برخه کې همکاري وکړي. که افغانستان په سیمه کې د اورګادي له پټلۍ سره وصل شي نو کیدای شي چې له همدې لاري آن اروپا ته ورسیږي.