انځورونه: په انسانانو کي ولي د ليد ستونزه زياته شوې؟
ډیري علمي برياوي د انسانانو د منځني اوسط عمر د ډېرښت سبب شوي، خو ځیني برياوو بیا د انسان د بدن پر یوه غړي منفي اغیز لرلی دی، لکه «سترگه». تلویزون، کمپیوتر او ځیرک تلیفون انسانان داسي کړي چې نژدي وويني.
په تیرو ۱۳۰ کلونو کې ډیري علمي برياوي د انسان د منځني اوسط عمر د ډېرښت سبب شوي دي، خو ځینو يې بیا د انسان پر یوه غړي باندي منفي اغیز لرلی دی، لکه پر «سترگه». څیړونکو او د سترگو ډاکټرانو د «نژدې لیدني» د سونامۍ په هکله خبرداری ورکړی دی.
اوس ډیر انسان یوازي «نزدې» ته نظر اچوي. هغوی چې سهار له خوبه راپاڅیږي لومړی په خپل سمارت یا ځیرکه تلیفون کې خبرونه او یا بریښنا لیکونه گوري. په ښاري سرویسونو او یا اورگاډو کې لیدل کیږي چې انسانانو خپل نظر اخبار، کتاب او یا سمارت ته اچولی وي.
د کار په چاپیریال کې هم ډیر انسانان لږ تر لږه په ورځ کي اته ساعته د کمپیوتر سکرین ته گوري او تر کار وروسته بيا څو ساعته سترگي تلویزون ته وچي پاته وي.
د اروپا د سترگو د مرکز اپيدمولوژي، د معلوماتو له مخي اوس له ۲۵ کلنۍ څخه تر ۲۹ کلنۍ پوري ۴۷ سلنه ځوانان د نزدې نظر له ستونزي سره لاس او گریوان دي. دا په داسې حال کې ده چې له ۵۵ څخه تر۵۹ کاله لرونکو انسانانو په منځ کې دغه ستونزه ۲۸ سلنه او له ۶۵ څخه تر ۶۹ کاله عمر لرونکو کسانو په منځ کې بیا ۱۶ سلنې ته رسیږي.
که څه هم په اروپا کې د ماشومانو او ځوانانو د ليد په هکله د اتکا وړ ارقام نه شته، خو د توبینگن پوهنتون د متخصصینو په آند د آسیا په ختیځ کې د ماشومانو وضعیت ته په کتو سره د «نزدې لیدلو» څپه اروپا ته هم پر لار ده.
په جنوبي کوریا کې د تر سره شوو څیړنو له مخې ۹۶ سلنه ۱۹ کلن لږ تر لږه د نیم دیوپتر په لرلو سره نزدي لیدونکي دي. (ديوپتر د عدسې د توان د اندازه کولو واحد دی.)
په چین کې ۹۰ سلنه محصلین د لیري ليدلو له عینکو څخه کار اخلي. په تایوان کې ۸۴ ماشومان نزدي ويني او له په ليري ليدلو کې ستونزي لري.
په ختیځي آسیا کې متخصصین د نزدې نظر له پاره درې دلایل وړاندې کوي. ۱- ماشومان ډیر ژر ښوونځیو ته لیږل کیږي او د هغوی سترگې زیاتره وخت له سهار څخه تر مازیگره د ورځې په رڼا کې نژدې شیانو ته گوري. ۲- ماشومان تر کور دباندې لږ وخت تیروي او دریم دا چې په دغو هیوادونو کې ماشومان ژر الیکترونیکي ابزارو لکه گیمونو او ځیرک تلیفونونو ته مخه کوي.
د انسان د سترگې وده له زیږیدو لږ وروسته پيلیږي. که چیري د سترگې وده په طبیعي حالت و نه دریږي او ادامه پیدا کړي نو د سترگې طول له کروي حالته وځي او بیضوي شکل (پورتنی انځور) اختیاروي.
د هغو کسانو شمیر چې د زیږدنې او د ژینتیکي ډولونو سره د نزدې نظر لرونکي په توگه پیدا کیږي ډیر کم دی. د سترگو د نظر نزدیوالی په آزاده هوا کې د وخت تیرولو له میزان سره مستقیمه اړیکه لري. څیړنو ښوولې ده چې د ورځې په اوږدو کې تیز لمر د سترگکۍ د قرینې د محدب کیدو پر بهیر باندي مستقیم اغیز لري.
په چین کې تر سره شوو څیړونو ښوولې ده: «هغه ماشومان چې د ورځې په اوږدو کې د یوه ساعت له پاره تر کور د باندې آزاده فضا ته استول شوي دي، لمر د هغوی د سترگو د ودې د کمښت پر میزان مستقیم اغیز لرلی دی.»
د بیلابیلو دلایلو له مخي میندي او پلرونه خپلو ماشومانو ته له کوره دباندې د وتلو اجازه نه ورکوي او تر ښوونځي وروسته هغوی ډیر ساعتونه په کور کې تیروي. د بیلگې په توگه په سنگاپور کې ماشومان په اوسط ډول په اوونۍ کې درې ساعته تر کور دباندې تیروي.
جالبه خو لا دا ده چې د آلمان د گوتنبرگ انستیتوت له لوري د خپرو شوو معلوماتو له مخې د سترگې نزدې لید یا نظر د خلکو د زده کړو له میزان سره هم مستقیمه اړیکه لري. په آلمان کې ديپلوم لرونکي کسانو په منځ کې د نزدې نظر یا لید ستونزه ۳۵ سلنه ده او د لوړو زده کړو د خاوندانو په منځ کې بیا آن ۵۳ سلنې ته رسیږي.
د گوتنبرگ د څیړنو تر مخه متخصصین په دې باور ول، چې د سترگو د ودې او لید تناسب له ۱۸ کلنۍ څخه تر ۲۰ کلنۍ پورې د کار له ډول سره تړلی دی. دا په داسې حال کې چې پر نزدې لید یا نظر باندې د زده کړو د میزان او یا هم د ژینتیکي فاکتورونو اغیز هم ډیر دی.
تحقیقاتو ښووله ده چې لنډي فاصلې ته په دایمي او پر له پسې توگه نظر اچول د دې باعث گرځي چې سترگه په دغه ډول نظر اچول په کمه انرژۍ سره هغه په عضلو کې تطبیق کړي. روغتیا پال د نزدې نظر یا لید سره د مقابلې له پاره له آزادې هوا او د لمر له رڼا څخه استفاده او همداشان د نزدې او لیري نظر تر منځ د نوبت سپارښتنه کوي.