انځورونه: په هسپانيا کي مجردانو ته د ښځو سرويس
له هسپانيا څخه ډېر ځوانان مهاجر کيږي او کلي ئې ورځ تر بلي خالي کيږي. په دغه هيواد کي ډېر نارينه مجرد دي. اوس يو سرويس موټر له مادريد څخه کلو ته ښځي بيا چي له نارينه وو سره آشنا سي. خو ډېر غبرگونونه ئې راپارولي دي.
د دغه حرکت چي د «ښځو کاروان» نوميږي شل کاله کيږي چي له مادريد څخه ښځي ليري پرتو کليو ته ورولي، څو له نارينه وو سره آشنا او يا واده وکړي. خو دا کار ولي کيږي؟
هسپانيا په تيرو څو لسيزو کي له دې سره مخامخ ده چي ځوانان ځني وزي او په ليري پرتو کليو کي ئې نفوس لږيږي. د هسپانيا ۱۵۱۱۷ کلي اوس تر سلو نفرو لږ وگړي لري. ۳۰۰۰ کلي په بشپړه توگه خالي سوي او هيڅوک ژوند نه پکښې کوي.
کله چي سړی د هسپانيا په شمال لوېديځ کي د «گاليسين» سيمي کليو ته سر ورښکاري کړي هيڅوک به ونه ويني. دلته به ډېر ژر له ۵۰۰ څخه تر زرو کليو پوري بېخي له وگړو خالي سي او په نزدې ۴۶۱ کليو کي تر ۵۰ لږ کسان اوسيږي.
په هسپانيا کي بېکاري هغه ستونزه ده چي ځوانان کلي پرېږدي او لويو ښارونو يا هغو سيمو ته ځي چي سيلانيان ورته راځي څو کار پيدا کړي.
هغه څوک چي په کليو کي پاته دي هغه يا زاړه خلک دي يا بزگران. په دغو سيمو کي د ښځو په پرتله نارينه ډېر وي او د ښځو د نه شتون په خاطر نارينه يوازي ژوند کوي.
شل کاله دمخه مانوئل گوتزالو له دې سره د مبارزې په خاطر چي کلي له وگړو خالي نه سي دغو کليو ته د ښځو ور وستلو پروژه پيل کړه. هغه له هغو مجردو ښځو او نارينه وو سره اړيکي ونيولي چي غوښتل ئې يا آشنای يا مېړه پيدا کړي او دغو کليو ته ئې سفرونه پيل کړل.
د «ښځو کاروان» سرويس په څو ورځو کي له مادريد څخه د يوه کلي پر لور حرکت کوي. د ښځو له پاره د دغه سرويس کرايه ۲۰ يورو او د هغو نارينه وو له پاره چي غواړي له ښځو سره آشنايي پيدا کړي کرايه ۵۰ يورو ده.
کلي ته د ښځو په ور رسېدو سره تر لنډي پيژندني وروسته ډوډۍ خوړل پيليږي او نرمي خبري رواني وي.
د دغي ورځي په اوږدو کي ښځو ته هم دا زمينه برابريږي چي د کليوالي خلکو له ژوند سره آشنا سي.
مانويل گوتزالو وايي چي په تيرو څو کلونو کي ۱۲۰ جوړو له دې طريقه يو له بل سره آشنا او وروسته ئې واده کړی دئ.
کله چي په دغو مراسمو کي له گډونکوونکو نارينه وو څخه پوښتنه وسي چي څه تمه لري، وايي: «داسي ښځه غواړم چي مينه او د ژوند شريکه مي سي.»
هغه ښځي چي د «ښځو کاروان» په سرويس کي کليو ته ځي عمرونه ئې له ۳۰ څخه تر ۵۵ کالو پوري وي او د ژوند په شريک پسې گرځي.
خو د کليوالي نارينه وو په منځ کي چي غواړي يوه ماينه ولري، داسي نارينه هم پيدا کيږي چي په دې مراسمو کي په گډون سره نوري موخي لري.
د «ښځو کاروان» پر وروستي سفر سختي نيوکي سوي دي. د فمينست فعالانو يوې ډلي په انترنيت کي د دغه کار پرضد د يوولسو زرو کسانو په امضا يو طومار خپور کړ. دوی دغه کار پر ښځو باندي سوداگري بللې ده.
په دې وروستيو مياشتو کي د هسپانيا د چپيانو «پودموس» گوند محلي غړو د دغه کار د بندولو تلاښونه وکړل خو بې نتيجې پاته سول.
خو مانويل گوتزالو له خپلي ماينې سره چي د «ښځو کاروان» سرويس پلانوي دغه نيوکي په پام کي نه نيسي او وايي: «په تيرو شلو کلونو کي ئې په دې لاره کي هيڅ ستونزه نه لرله.»
د ورځي په پای کي ښځي بيرته په سرويس کي سپريږي او مادريد ته ستنيږي.
منتقدان دغه کار پر ښځو باندي سوداگري بولي، خو موافقان ئې بيا وايي چي په دې کار سره نارينه يا ښځه ځان ته د ژوند ملگري پيدا کوي او له کليو څخه د وگړو د وتلو مخنيوی کيږي. له ځينو سره بيا دا پوښتنه پيدا کيږي چي «د نارينه وو له پاره ولي داسي سرويس نه سته؟»