انځورونه: په چین کې د سپو د غوښې جنجالي فیستیوال
پر نړیوالو اعتراضونو او نیوکو سربیره د چین په یولین ښار کې د سپو غوښې کلنی فیستیوال جوړیږي. په دغه ورځ د ۱۰۰۰۰ په شاوخوا کې سپې د دغه پروگرام له پاره وژل کيږي. اټکل کیږي چې ځيني دغه سپي له کورونو څخه غلا کيږي.
"فیستیوال"
د سپي د غوښي کلنې فیستیوال د چین په کلیوالي خپلواکمنه او فقیره سیمه گوانگ ژی ژوانگ کې جوړيږي. دغه فیستیوال هر کال د جون میاشتې پر ۲۲ جوړیږي. په دغه انځور کې یو شمیر خلک د سپي غوښې د خوړلو په حال کې لیدل کیږي.
کلتور یا تجارت؟
د دغي سیمي اوسیدونکي وایې چې دوی ته د سپي او خنځیر د غوښو هیڅ توپير نشته، دواړه خوري. د سپي غوښي خوراک د دوی د دوبي کلتوري خواړه دي. خو د حیواناتو د حقونو مدافع سازمانونه وایې چې دا پروگرام هیڅ کلتوري اساس نه لري یوازی د تجارت د پیاوړتیا له پاره جوړيږي.
اعتراض
هغه فعالان چې فکر کوي دا یو بې رحمانه کار دی دغه ښار ته تللي ول او هلته یې مظاهرۍ کړي دي. دوی شعارونه ورکول: «د سپي غوښې غیر قانوني تجارت پای ته ورسوئ»« د سپي غوښي غیر قانوني انتقالونکي مجازات کړئ». د ناپيژندل شوو کسانو یوې ډلي پر دوی هجوم راوړه او د دوی پلاکاټونه یې ځني راټول کړل.
د سپو ژغورنه
ځيني وختونه فعالان دغه سپي رانيسي، څو له وژلو وژغورل شي. یانگ ژیاونگ چې له سپو سره ډیره مینه لري د یولین ښار ته تللې او د ۱۵۰ ډالرو سپې یې رانیولي دي.
قانوني
د یولین ښار حکومت پر دغه فیستیوال جدي بندیزونه لگولي دي. حکومت ویلي دي چې سوداگر اجازه نه لري چې سپې د خلکو په عام محضر کې ووژني، نندارې ته وړاندي کړي او یا هم تر رستورانت دباندي د سپې غوښي خواړه پر خلکو وپلوري. خو په چین کې داسې قانون وجود نه لري چې د سپې غوښې خوړل منع دي.
په میلیونونو سپي
اټکل کیږي چې په چین کې هر کال نزدې ۱۰ میلیونه سپي وژل او خوړل کیږي. که څه هم د سپي غوښه د قانوني فارمونو له خوا پلورل کیږي، خو ډېر خصوصي شرکتونه دغه کار په پټه کوي.
د سپې د شکنجې فیستیوال
چنایې ویلاگ ليکونکي او بریتانوي ریکی گیروایس(کمیديانو)هم پر سږني فیستیوال نیوکه کړې ده. دغو کمیدیانو په خپل تویتر پاڼه کې «دغه فیستیوال باید د سپي د شکنجې فیستیوال ونومول شي،ځکه د دې ماهیت همدا دی.» ليکلي دي.
نظرونه د بدلیدو په حال کې دي
د چین په یو شمیر سیمو کې د سپې غوښه خوړل کیږي، خو د سپي غوښې خوړل دود نه دی. فعالان وایې چې د سپې غوښې خوړلو د بندولو له پاره کمپاینونه گټور ول. په ۲۰۱۱م کال کې په زیجیانگ ښار کې د فعالانو د اعتراض له امله یو فیستیوال ودرول شو. همدارنگه په دې وروستیو کې د سپي غوښي یو رستورانت له ۵۱ کالو فعاليت وروسته بند کړل شو.
تر چین دباندي
په ویتنام کې هم د سپو غوښه خوړل کیږي. په تیرو څو کلونو کې د سپو غوښو څو میلیوني سوداگري په دغه آسیایې هیواد کې اوج ته رسیدلې ده. نيوکه کونکي دغه کار د عامو خلکو روغتیا ته خطرناک بولي.