انځوريز راپور: افغانستان دوهم ملي پارک پرانیست
داسي هم نه ده چې له افغانستان څخه تل باید ویرونکي انځورونه وړاندي شي. دغه هیواد ښکلي او په زړه پوري طبعي منظرې او کلتور لري. خو په عین وخت کې د دې هیواد ځیني ژوي د ژوند له خطر سره مخامخ دي.
د افغانستان نوی او دوهم ملي پارک، د دغه هیواد په شمال ختیځ کې پروت دی. د واخان په نوم دالان له تاجيکستان، چین او پاکستان سره پر پوله پروت دی. د دغه پارک لوی والی شاوخوا یو میلیون هیکتاره ته رسیږي. په دې سره دغه پارک د امریکا متحده ایالاتو د «یلو سټون» په نوم له ملي پارک څخه څلور واري لوی دی.
له څو پيړیو راهیسي واخاني او قرغیزي افغان لږه کي په واخان کې اوسیږي. هغوی په لوړو څوکو کي له تیکنالوژۍ او عصري ژوند څخه لیري د کوچیانو په شان ژوند کوي. د نوي ملي پارک په واسطه به شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان او د هغوی دودونه خوندي وساتل شي.
د لیري والې له امله د واخان دالان، له ترهگرۍ او جگړو څخه خوندي پاته شوی دی. له دې سره سره، بې وزلي او د ژوندانه نا سازه شرایط په دغه ځای کې حاکم دي. دا چې زیاتره خلک خپل ژوند د څاروۍ پالني څخه برابروي، هغوی په غیر قانوني توگه د ښکار او څړ ځایونو د کمښت له گواښ سره مخامخ دي.
په راتلونکې کې به نایابه سپین پړانگان، د دغه ملي پارک په واسطه وژغورل شي. د افغان حکومت او د ژویو د خوندي ساتني یوه امریکایي اداره «وېلډ لایف کنورسیشن سوسایټي» په گډه سره د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او حیواناتو د خوندي ساتلو له پاره کار کوي.
د سپینو پړانگانو تر څنگ د دغه سیمي د مارکو پولو غرڅنۍ هغه ژوی دي، چې د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ دي. همداشان په دغه سیمه کې ایږان، گووزن، لېوان او د پړانگانو بېلابېل ډولونه اوسیږي. دغه ټول حیوانات د غیر قانوني ښکار له خطر سره مخامخ دي.
افغانستان درې اقلیمي زونه لري. په واورو له پوښل شوو غرونو څخه نیولې تر شنو درو او ریگي تپو پوري. د واخان په ملي پارک سره افغانستان غواړي چې د خپل هیواد طبعي ښکلا نندارې ته وړاندې کړي.
افغانستان په ۲۰۰۹مېلادي کال کې خپل لومړی ملي پارک په بامیان کې تأسیس کړ. بامیان د بودا د مجسمو له پاره شهرت لري. دا د دغه جگړه ځپلي هیواد له پاره لومړی کوچنی زیری وو. واخان اوس د افغانستان دوهم ملي پارک شو. خو دا پای نه دی او په پام کې ده چې په راتلونکې کې باید نور دغه شان پارکونه جوړ شي.
د واخان دالان د خپل ډیر لوړوالي له کبله (تر ۶۰۰۰ مترو پورې) له یاغیانو او ترهگرو څخه خوندي ځای گڼل کیږي. تر اوسه اټکل کیږي چې دغه ځای ته دې په کال کې له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ سیلانیان ورغلي وي. افغان حکومت هیله من دی چې نوی پارک به د خلکو لیوالتیا خپل ځان ته راجذب کړي.