انځوریز رپوټ: افغان کارگرانو د لا ښو کاري شرایطو غوښتنه وکړه
افغان کارگرانو د کارگر د نړیوالې ورځې په مناسبت مظاهره وکړه او د لا ښو کاري شرایطو غوښتنه یې وکړه. هغوی له بیکاري، د بیمې له نه لرو، د کار د صاحبانو له بد چلند او د کافي تضمینونو له نه شتون څخه سر وټکاوه.
د نړۍ په ډیر هیوادونو کې د می میاشتې لومړۍ نیټه چې د کارگر نړیواله ورځ ده، د مظاهرو په ترسره کولو سره ولمانځل شوه. دغه ورځ د ۱۸۸۶ کال د مې پر لومړۍ نیټه د امریکایي کارگرانو له پاڅون څخه ریښه اخلي. تر دې نیټې وروسته هر کال دغه ورځ د کارگر د نړیوالې ورځ په توگه لمانځل کیږي.
افغان کارگران ډیر وخت له خپلو حقوقو خبر نه وي او د هغوی د ملاتړ له پاره ډیر سازمانونه هم نه شته. د افغانستان د کارگرانو ټولنې د همدې ورځې په مناسب په کابل کې یو لاریون وکړ، څو خپلې غوښتنې وښيي.
په دې لاریون کې یو شمیر ښځو هم گډون کړی وو. هغوی وویل چې ډیري اقتصادي ستونزې لري.
بیکاري د کارگرانو یوه مشترکه ستونزه بلل کیږي. ورځیني کارگران په سختې سره په یوه اوونۍ کي دوې یا درې ورځې کار پیدا کولای شي. له همدې کبله په ډیرو مواردو کې د کار صاحبان له کارگرو څخه ناوړه گټه اخلي او ورباندې تر قانوني حده ډیر کار کوي.
په افغانستان کې که څوک د کار پر مهال ژوبل شي، د کار د صاحب له خوا ورسره په ډیرو مواردو کې مرسته نه کیږي. که څه هم په قانون کې راغلي دي چې کارگر باید بیمه ولري، خو دغه قانون نه تطبیقیږي.
د افغانستان د کارگرانو د ټولنې مشر وویل چې که څه افغان حکومت د کار نړیوال کانوینسیونونه لاسلیک کړي دي خو پر هغو باندې عمل نه کوي.
اوس هم په افغانستان کې په زرونو ماشومان تر ډیرو سختو شرایطو لاندې شاقه کارونه کوي. دغه کار پر دغو ماشومانو باندې ناوړه اغیزې کوي او هغوی له زده کړو بې برخي کوي.
افغانستان د کارگرانو د ټولنې مشر د کار په قانون کې د بدلون غوښتنه وکړه. هغه ادعا کوي چې دغه قانون د آزاد بازار او د کار د صاحبانو په گټه دی.
کارگرانو له عیدگاه جادې څخه تر زړو مکرويانو پوري غځېدلی جاده د کارگرانو د واټ په نوم یاده کړه.
په افغانستان کې د کار له پاره یو مشخص نرخ نه شته. کارگران د ډیرې بیکارۍ له کبله په ډیرو کمو پیسو کار کولو ته چمتو کیږي.
په دغه لاریون کې یو شمیر مدني فعالانو هم ونډه اخیستې وه او له کارگرانو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.