1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلستان: آلمان بايد افغانستان ته نور عسکر وليږې

۱۳۸۷ اسفند ۱, پنجشنبه

د ډېر وخت راهيسي لندن داسي ګيلې کوي چي ګواکي برتانيه په افغانستان کي ډيري قربانۍ ورکوي.د بهرنيو چارو وزير ډېويډ ميلي بېنډ، وايي چي د امريکايانو تر څنګ برتانويان دي چي د افغانستان په ناکراره ولاياتو کي په جګړه بوخت دي.

https://p.dw.com/p/GxO8
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ميلي بينډ
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ميلي بينډانځور: AP

«د خپلو اتو زرو عسکرو په مرسته موږ اوس هم د بار زياته برخه پر خپله اوږه اخيستې ده. که امريکا راڅخه د نورو سرتيرو غوښتنه وکړي نو موږ به ورته په لومړي سر کي ووايو چي موږ نه غواړو تر خپلې برخي اود عدالت نه ليري زيات بار پورته کړو».

دبرتانيې د ليبرال ډيموکراټ ګوند سياستوال پېډي اشډاون، بيا د راتلونکي له پاره خپلې غوښتنې د جرمني څخه کوي.

«زما په خيال د انتقاد ګوته برتانيې ته نه نيول کيږي بلکي د انتقاد ګوته د ناټو نورو هيوادونو ته نيول کيږي، چي تر اوسه يې د خپلي دنده برخه نه ده پوره کړې. په زياته بيا المان، چي اوس په شمال کي دنده په غاړه لري، بايد په جګړو کي ونډه واخلي.»

د جرمني ددفاع وزارت مرستيال کرسټيان شميډټ، څو ورځي په لندن کي کوښښ وکړی تر څو برتانويانو ته څرګنده کړي چي پدې هکله بايد زياتي هيلي ونه لري.

«دا خبره همداسي ده چي برتانويانو ډير بار پر اوږو اخيستی، لکه کاناډايان. ځکه نوزيات تاوانونه ور رسيږي. خو اوس هغه وختونه ولاړل چي پر موږ به نيوکي کېدې چي موږ په شمال کي مېلې کوو. اوس په شمال کي هم د ژوند او مرګ تر منځ جګړه روانه ده.

شميډټ پر دې خبره ټيڼګار کوي چي د امريکا د نوي ستراتېژۍ له مخه بايد دافغانستان امنيتي ادارې لکه پوليس پياوړي سي او لا زيات پوليس تربيه کړل سي.

«پدې دليل موږبايد منفي جواب ورکړو ولي چي د ناټو په سطح موږ په دې توافق کړی و چي موږ به دافغانستان د امنيه چارواکو او قوتونو پر جوړښت زياته توجه کوو او ددغه ډګر بنسټيزه جوړښتونه به رغوو. ددې ترڅنګ موږ پر دې توافق کړی و چي د مخدره توکو د کرلو، د اداري فساد او په ادارو کي يوازي د خپلوۍ پر بنسټ د چوکيو د ويش پر ضد به مبارزه کوو.»