1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلستان :د تاوان په ورکولو سره د عامي محکمې مخنيوی

۱۳۸۹ آبان ۲۷, پنجشنبه

که څه هم د برتانيې حکومت بايد ډيره سپما وکي، خو بيا ورته يوه بله موضوع په مليونو تماميږي . يعني د ګوانتانامو د بنديانو جبران خساره . ددغه محبس 16پخوانيو بنديانو پر حکومت باندي په شکنجه کي د کومک کولو دعوه کړېده

https://p.dw.com/p/QCOF
د انګلستان صدراعظم ډيوډ کېميرون
د انګلستان صدراعظم ډيوډ کېميرونانځور: AP

په مجموعي ډول د ګونتانامو د زندان 16 پخوانيو زندانيانو ته بايد تاوان ورکول سي . ددوی څخه يو بنيام محمد دی . دا برتانوی تبعه په 2002 ميلادي کال کي په پاکستان کي ونيول سو . بيا د امريکايي امنيتي ځواکونو لخوا مراکش ته يووړل سو او په آخره کي د کيوبا په ګونټانامو کي زنداني شو . د بنيام محمد وکيله سپنا ملک وايي چي دی په مراکش کي شکنجه او وکړول سو . دا وايی ،

« دی ډير وهل ټکول شوی دی . ځړول سوی دی او د ږيري د ماشين د چړوپه واسطه زورول شوي دي .»

د بي بي سي يوه ژورنالسټ د بنيام محمد د وکيلي څخه پوښتنه وکړه چي ايا دې ته دا روښانه ده چي د القاعدي غړي تل دا ادعا کوي چي دوی شکنجه سوي دي . ددې په ځواب کي سپنا ملک وويل چي دا د بنيام محمد په څرګندونو هيڅ شک نه لري .

په دغه قضيه کي د برتانيې حکومت داسي را داخل سو ، ځکه چي د هغو پوښتنو ځوابونه چي بايد د مراکشي شکنجه کونکو لخوا ورڅخه شوي وای، ګمان کيږي چي د برتانيي د استخباراتي شبکي MI5 لخوا ورکړل شوي دي . اوس چي ددغي قضيې دپاره کومه محاکمه نه کيږي نو دهغه په باب نور جزيات هم بايد ښکاره نه شي . يو څو اوونۍ د مخه د برتانيې د خارجي استخباراتي شبکې MI6 مشر سر جون ساويرز په ډاګه وويل چي ددوی مامورين د شکنجې سره هيڅ تړاو نه لري .

« شکنجه يوه غير قانوني او په هر ډول حالاتو کي يو ناجايزه عمل دی . موږ يعني د برتانيې استخبارات په دې کي هيڅ لاس نه لرو . که چيري موږ يو داسي عمل کوو چي هغه د بين امللي او د برتانيې د قانون د نظره ربړونکي وي، نو زموږ لاسونه تړل شوي دي ، او حتی که موږ پوه هم سو چي په دې سره د ترهګريزو بريدونو مخه نيول کيدای هم شي. »

Margaret Thatcher David Cameron
انځور: picture-alliance/photoshot

د استخباراتو مشر چي کم را څرګنديږي په واضحه ټکو کي يې په شکنجه کي لاس درلودل رد کړل . خو په شکنجه کي لاس نه درلودل او بيا د مليونونو ډالرو لوی تاوان ورکول دا دواړه سره سمون نه خوري . دا د برتانيې ددفاعي کميسيون د پخواني غړي سر جون والکر څرګندوني دي . دی وايي دا ډيره حيرانونکې ده چي لومړی د شکنجې تورونه رد سي او بيا شکنجې ته تاوان ورکول شي .

خو په دې هکله د حکومت دليل دادی چي دوی د امنيتي دلايلو په اساس د يوې اوږدې او داسي محاکمي مخه نيول غواړي چي ډير زيات مصرف ورباندي راځي.

د تاوان په توګه به څومره پيسې ورکړل شي، په دې اړه دواړه خواوي چپ پاته دي .

خو په انګلستان کي په شکنجه کي د لاس درلودلو موضوع لا خلاصه نه ده . اوس به د محکمې په يوه پروسه کي د ګيپسن په نوم يو کمسييون خپل کار پيل کړي . دغه کميسيون ته د روان کال په جولای کي د برتانيې صدراعظم ډيوډ کېميرون د يوه پخواني قاضي سرپيټر ګيپسن په مشری دا دنده سپارلي وه چي دوی دا روښانه کړي چي آيا د برتانيې استخباراتي مامورين په شکنجه کي لاس لري او که نه ؟ او ددې لاري په لاس راغلو معلوماتو څخه تر کومه حده استفاده سوې ده .

سباستيان/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري