1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلستان د جرمني ماهر کارګران غواړي

۱۳۸۷ آبان ۳۰, پنجشنبه

په انګلستان کي ماهر کارګران ډير لږ دي،ځکه چه دوی په ښه ډول نه روزل کيږي ...

https://p.dw.com/p/FymF
دوداني جوړولو په برخه کي ماهر کارګران
دوداني جوړولو په برخه کي ماهر کارګرانانځور: picture-alliance/ dpa

او شرکتونه هم حاضر ندی چه په دغه لار کي پيسې مصرف کي . هغوی کوښښ کوي چه ددې برعکس د نورو هيوادو ماهر کارګران پکار واچوي .

يو المانی کارګرچي په انګلستان کي کارکوي او اوبرماير نوميږي وايي چه،

«دلته په انګلستان کي کارډير او ماهر کارکونکي لږدي .نوزه دلته راغلم . دودانۍ جوړولو په ځايو کي ډير نورالمانيان چي برقيان، دتيږو فرشونکي اوداسي نوردي، هم کار کوي . دلته کارکول ارزي . موږ بايد دالمان دکارکچه دلته هم رواج کړو.»

په انګلستان کي ديوالونه کاږه دي او کړکۍ يي سوري لري اونلونه هم سم ندي غځول شوي .اکثره انګريزانو همداسي عادت کړيدي . اوداوبرماير آمرشتاين برينک څرګندوي چي دوه الماني سوپرمارکيتونه چي په انګلستان کي يي هم دوکانونه خلاص کړيدي ،زيادتره دخپلو کارونو دترسره کولو لپاره المانی تصدۍ ګماري چي خپل ماهر کارګر هم د ځانونوسره راولي .دی زياتوي :

دا چه مونږ انګلستان ته راغلو، ډير ښه کار ؤ، ځکه چي موږ دلته دبازار يوه لويه برخه، اومشغولتيا دمبارزې د لاري لاسته راوړي ده .نوددي لپاره موږ په انګلستان کي خپلي راتلونکي ته په خوشبينۍ سره کتلی سو .»

دلته دوې اونۍ سخت کارکوو اوبيا يوه اونۍ خپل وطن اوکوروته ځو.داسي سړي ښه ژوند کولاي شي، په تيره بيا چی په ارزانه الوتکو کي دتلوراتلو ډيرښه امکانات موجود دي .جينز شتراينبرينک خپلو کارکونکو ته يو کمکي کور په کرايه نيولی دی .هلته الماني ماهرکارکونکي مجبوره دي چي دانګليسي نسبتا خرابو حمامونو اوتشنابونوسره ګوزاره وکړي .همدغه ډول دکار په ساحه کي هم بايد سړي ځان آموخته کړي .دی وايي :

«په کارکي بايده دي موږ ټول شيان پخوا له وخت څخه تيارکړو.ځکه هغه شيان چي سړي برابرکړي نوي، هلته يي پيداکول ډير سخت دي، اودنوموړي ساحي داړتيا وړ شيان په غټو اوعمده دوکانونوکي نسته اودهغو تهيه بيا ډير کار غواړي .»

دوداني دجوړولو دويت فلد نومي تصدۍ کارکونکي يو آخيم فايفر عقيده لري چي که سړي دانګلستان دکار د حمايې سخت مقررات په پام کي ونه نيسي کيدای سي چي کار پر مخ بونتتللای سی .سربيره پردي بايده دي الماني کارګرکه استادان هم وي دانګليسي ژبي آزموینه تيره کړي .چي ډير قيمته تماميږي .خوسره له هغه هم فايفر ډير راضی دي .دی د خپلي تصدۍ سره پنځه کاله پخوا انګلستان ته تللي او اوس دمالي بحران سره سره ډير فرمايشونه ورکول کيږي .فايفر زياتوي :

«ددې دپاره کومه نسخه نشته ده تراوسه زموږ ګټه پدي کي وه چي پونډ ډير باارزښته وو،پدي منځ کي دپونډ بيه راټيټه سوېده ،نو دانګلستان په بازارکي څه شي اخيستل سختيږي .خومونږ دالماني تصدۍ په حيث امتيازلروځکه چي زموږکار اغيزناک دی ، اودودانيو دجوړولو دانګلیسي تصديو په پرتله وړاندي يو »

تر ټولو زيادتره علاقه دالماني تيارو جوړو شويو دودانۍ برخوته ده، ځکه چی ودانۍ ژر پري جوړيداي سي، اودکلکوجوړيدونکو برخو له تقاضاوو سره سمه وي .البته دی کله نا کله انګلیسي کارګر هم نیسي خو ددوي ترمنځ توپير ډير زيات دي .فايفروايي:

سړي ويلي شي چي الما نيان هدفمن اواغیزناک کارکوی .پداسي حال کي چي انګریزان دکار په وخت کی زيادتره خبري سره کوي .دوي زيادتره اجتماعي دي .د بلي خوا دانګريزانو دودانۍ دکار په ځايونوکي فضا ارامه ده ، پداسي حال کي چي په المان کي کارګر داسي ګډ کار نه سره کوي .