1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګيلا ميرکل د کرزي سره خواخوږي ښودلې

۱۳۸۹ فروردین ۱۵, یکشنبه

د آلمان لومړۍ وزيري مېرمن انگيلاميرکل افغان مشر حامد کرزي ته، د آلماني عسکرو لخوا د وژل سوو 6 تنو افغاني سرتېرو له کبله خپله خواخوږي څرگنده کړې...

https://p.dw.com/p/MmuZ
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د افغان ولسمشر سره ټيليفوني خبري کړي
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د افغان ولسمشر سره ټيليفوني خبري کړيانځور: picture-alliance / dpa

په برلين کي يوه دولتي وياند،چي خپل نوم يې نه دئ په ډاگه کړی، زياته کړې ده،چي حامد کرزي د ميرکل له ټیليفون څخه مننه کړې او ده هم په افغانستان کي د دريو تنو آلماني عسکرو پر وژل کېدو خواشيني ښکاره کړې.

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي، 6 تنه افغان عسکر هغه وخت د آلمانيانو لخوا وويشتل سول، کله چي آلماني ځواکونو د شپې له خوا سر ته رسېدلي جگړې ډگر ته ورودانگل او پر افغان عکسرو يې د پاڅون کوونکو خيال کړی وو.

په کندوز کي د جرمني عسکرو سوځول سوې زغرواله نقليه وسيله
په کندوز کي د جرمني عسکرو سوځول سوې زغرواله نقليه وسيلهانځور: AP

د دغي پيښي په هکله په پوتسدم کي د آلمان د پوځ مرکزي قومانداني وويل:« د جمعې په ماښام يو شمېر آلماني سرتيرو له خپل هډي څخه حرکت وکړ تر څو چهار دري ته لاړ سي او هلته د هغو سرتير پر ځاي پوځي ماموريت په غاړه واخلي، چي د غرمې له خوا له ياغيانو سره په نښتو کي ښکيل پاته سوي ول.

د چهار درې په لور په لاره کي دغه آلماني سرتيري له دوو« ملکي نقليه وسيلو سره مخامخ سول، چي د آلماني پوځ د کتار په لور روان ؤ. که څه هم آلماني سرتيرو دغو نقليه وسيلو ته خبرداری ورکونکي امنيتي نښاني وښودلي، چي موټر ودريږي، هغوي ونه دريدل.»

د آلمان د مرکزي قومانداني د معلوماتو له مخه، له هغه وروسته آلماني سرتيرو پر هغوی ډزي وکړې. قوماندانۍ وويل:« وروسته روښانه سوه، چي په دغو ملکي نقليه وسيلو کي د افغانستان د ملي پوځ سرتيري سپاره ول. په ډزو کي پنځه تنه افغان سر تيري ووژل سول.»

په کندز کي د آلمان ږغ راډيو خبريال، وايي هم د کندوز د چارواکو له قوله وايي چي افغان سرتيري د آلماني عسکرو په اشتباهي ډزو کي وژل سوي دي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل