1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګيلا مېرکل په بيت المقدس کې

۱۳۸۶ اسفند ۲۷, دوشنبه

د آلمان لمړۍ وزيره ميرمن انګيلا مېرکل پرون د يوه درۍ ورځنۍ رسمی سفر په نيت اسرايلو ته رسيدلۍ او د تل ابيب په هوای ډګرکی د المان د لمړۍ وزيرۍ هرکلی د اسرليلو د لمړی وزير اوهود اولمرت له خوا په خاصو پوځی مراسمو سره شوی دی .

https://p.dw.com/p/DTto
انځور: AP


د دواړو هيوادونو حکومتی مشرا نو په يوه کتنه کی دا خبر ه جوته کړی چی دواړه هيوادونه غواړی د يوبل سره ژوری اړيکی وپالی.

اسرايلو ته دمرکل دسفر په لمړيو شيبو کی داسرايلو لمړی وزير اوهود اولمرت د وخت څخه په ګټی اخيستلو سره، څنګه چی دوه مياشتی د مخه يی اسرايلو ته د آمريکی د متحده ايالتونو د جمهور ريس جورج بوش د سفر په وخت کی هم مطرح کړی وه د مېرکل په وړاندی بياهم دايران د اتومی پروګرام موضوع مطرح کړی .

د آلمان لمړۍ وزيره انګيلا مرکل په سبا داسرايلو د کنيست يا پارلمان په وړاندی هم يوه وينا وکړی .