1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگريزان په افغانستان کې خپلو مبارزو ته دوام ورکوي

۱۳۸۸ مرداد ۸, پنجشنبه

ملي بانډ او کلنټن په واشنگټن کې مطبوعاتي کانفرانس ورکړی دئ

https://p.dw.com/p/J07r
د انګلستان او امريکا د بهرنيو چارو وزيران
د انګلستان او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانانځور: AP

د فرانسپرس آژانس د يوه رپوټ له مخې، د امريکې متحده ايالتونو د چهارشنبې په ورځ واشنگټن کې، په افغانستان کې د انگريزي سرتېرو د زړورتوب او سرشيندنې ستاينه کړې، او پتيلې يې ده چې د خلکو د ملاتړ له کمښت سره سره به دې دندې ته دوام ورکوي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن هلري کلنټن د انگلستان له دې غوښتنې څخه ملاتړ کړی، چې بايد په افغانستان کې له نرمښت پلوه طالبانو سره د پخولاينې لاره راونيول شي. نوموړې په واشنگټن کې د انگلستان د بهرنيو چارو له وزير سره تر يوې کتنې وروسته وويل، د دې د انگريزي ملگري داويد ملي بانډ دا ډول غوښتنه د امريکې د دريځ ښکارندويه هم ده.

د افغانستان امنيتي چاري بايد پخپله افغانانو ته وروسپارل شي.

ملي بانډ ټينگار کړی، چې بايد د کابل حکومت د هغه هېواد د امنيت دپاره زيات مسئوليت پرغاړه واخلي. ده په بروکسل کې د ناتو قرارگاه کې هم په دې وروستيو وختونو کې د نرمښت پلوه طالبانو د پاره د لارې پرانستې د يوه پروگرام غوښتنه کړې وه.

ملي بانډ وويل، نړيواله ټولنه بايد د افغانستان له حکومت سره مرسته وکوي، تر څو د ياغيانو ډلې سره بېلې او نرمښت پلوه جنگيالي د اساسي قانون سره سم ژوند ته راوبولي.

ملي بانډ، په داسې حال کې چې برطانوي سرتيري په افغانستان کې تر بل هر وخت خپله سخته خونړۍ مياشت تېروي او د افغانستان اولسمشريزه او ولايتي جرگو ټاکنې رانږدې شوې، زياته کړې، اوس اوس په افغانستان کې د ټولو هغو هېوادونو د پاره ډېر سخت وخت دئ، چې په افغانستان کې ځواکونه لري. مگر زه په ډاگه سره وايم، موږ دا کار په گډه سره پيل کړی او په گډه سره به دوام ورکوو، ځکه چې په گډه سره پياوړي يو.

ملي باند دا اندېښنې بيځايه وبللې، چې د انگلستان خلک به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له گمارنې څخه پوره ملاتړ نه کوي. د سه شنبې په ورځ يوې ټولپوښتنې په ډاگه کړې وه، چې د انگلستان خلک د طالبانو پرضد جگړه د گټلو وړ نه بولي او غواړي د دوی ځواکونه له افغانستان څخه وايستل شي.

NATO-Treffen in Brüssel
انځور: AP

د انگلستان د بهرنيو چارو وزير داويد ملي بانډ، واشنگټن کې د امريکې د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن هلري کلنټن سره يوه شريک مطبوعاتي کانفرانس کې په ډاگه کړه، د انگلستان وگړي د نړيوال تروريزم د راپرځولو په منظور د دا ډول دندې له حياتي اهميت څخه خبر دي. ده ٢٠٠١ ميلادي کال د سپتمبر د مياشتې په ١١ ورځ په امريکه کې ترهگري گذارونو ته اشاره وکوله، کوم چې د القاعدې او هغوی ته پناه ورکوونکي د طالبانو تر اداره لاندې هېواد افغانستان سره د امريکې تر قومانده لاندې د جگړې سبب شول.

انگلستان د ضرورت په صورت کې نور عسکر هم افغانستان ته استوي.

د PBS له تلويزيون سره يوې مرکې کې ملي بابډ د سه شنبې په ورځ دا خبره ردکړه، چې انگلستان به په افغانستان کې له موجودو خپلو ٩٠٠٠ تنو سرتېرو اضافه ځواکونه هغه هېواد ته نه استوي.

دواړو سياستمدارانو په پای کې څرگنده کړه، چې د ايران او شمالي کوريا د اتومي پروگرامونو د مخنيوي، د عربو او اسرائيلو تر منځ د صلحې راوستنې او هم د نړيوال اقليمي بدلون په هکله هم سره غږېدلي دي.

کلنټن د ايران له شيعه مسلمان مشرتابه څخه وغوښتل چې په وروستيو مظاهرو کې نيول شوي سياسي بنديان آزاد کړي.

آژانسونه/ عارف وردگ

کتونکی/ عارف وردگ