1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلا مېرکل جاپان ته په دوه ورځني سفر تللې

Afp, dpa۱۳۹۳ اسفند ۱۸, دوشنبه

د آلمان صدراعظمه انگيلا ميرکل د جاپان پلازمینې ټوکیو ته رسیدلې ده. په دغه دوه ورځني سفر کې هغه غواړي چې د G-7 غونډې له پاره چمتووالی ونیسي چې په جون میاشت کې د آلمان په مونشن ښار کې رابلل شوې ده.

https://p.dw.com/p/1EnTm
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د اوو پرمختللو صنعتي هیوادونو، دولتونو او حکومتونو مشران د روان میلادي کال په جون میاشت کې آلمان ته راځي. د آلمان په بایرن ایالت کې د دغې غونډي د چمتووالي تر مخه د آلمان صدراعظمې انگيلا مېرکل امریکا متحدو ایالات، کاناډا، بریتانيا، ایټاليا او فرانسې ته سفرونه کړي دي. اوس هغې په دې ترڅ کې جاپان ته هم سفر وکړ.

مېرکل چې د آلمان د مسیحي دیموکرات گوند (CDU) مشره هم ده، د دوشنبې او سه شنبې په ورځ به په جاپان کې خپل رسمي سفر ته ادامه ورکړي.

د صدراعظمې په دغه دوه ورځني سفر کې پر نورو سربیره د جاپان د اقتصادي سازمانونو له استازو او پاچا سره لیدنه کتنه هم شامله ده. د جاپان د حکومت مشر شېنزو آبې، په پوځي مراسمو سره انگلا مېرکل ته ښه راغلاست ووایه.

ویل شوي دي چې د دغه سفر د خبرو اترو موضوعات به د G-7 پر غونډي سربیره د اوکراین، سوریې او عراق کړکیچونه وي. پر دې سربیره به د اقتصادي سیاست، مساوات یا برابرۍ او د روغتیا پر موضوعاتو هم بحثونه وشي.

له ۲۰۰۵م کال راهیسې چې مېرکل په واک کې ده، دا جاپان ته د هغې دریم سفر دی. وروستی وار هغې په ۲۰۰۸م کال کې جاپان ته سفر کړی وو.

کوچنی اقتصادي پلاوی

د آلمان له صدراعظمي سره په دغه سفر کې د «DAX» شرکت، د منځني کچې شرکتونو او د اقتصاد د سکتور استازي ملتیا کوي. همداشان ميرکل به د «آساهي شیمبون» په بنسټ کې د بهرني او اروپایي ټولني د سیاست پر مهمو ټکو رڼا واچوي.

د بدیل وړ انرژي

په جاپان کې د فوکو شیما د اتومي بټۍ تر دریدو څلور کاله وروسته، مېرکل غواړي چې له جاپان سره د بدیل وړ انرژۍ پر موضوع باندې هم خبري اتري وکړي.

د مېرکل په وینا جاپان هم باید له بدیلي انرژۍ څخه د استفادې هغه لار غوره کړي، چې آلمان غوره کړې ده. میرکل په خپل اوونیز ویدیوي پیغام کې ویلي دي چې د فوکو شیما تر اتومي ناورين وروسته یې پراخي پریکړي وکړي چې پکښې په عاجل ډول له اتومي انرژۍ څخه لاس اخیستل شامل دي.

جاپان څلور کاله ترمخه د فوکو شیما په اتومي بټۍ کې د ناورین تر رامنځ ته کیدو وروسته پریکړه وکړه چې له اتومي انرژۍ څخه لاس واخلي، خو دغه پریکړه بیا وروسته بیرته واخیستل شوه.

په جاپان کې د وارداتي انرژۍ لکه د سکرو، گازو او تیلو بیې ډیري لوړي شوې او ويل کېدل چې دا د جاپان اقتصاد ته زیان رسوي.