1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلستان د فټبال دنړيوالي اتلولۍ د نن ورځي اصلي بايلونکی ؤ

۱۳۸۹ خرداد ۲۹, شنبه

د جنوبي افريقا د فټبال د نړيوالي اتلولۍFIFA داتمي ورځي د CاوD د گروپ څخه په اوله مسابقه کښي صربستان جرمني ته 1 پر صفر گول ورکی، امريکا او سلوانيا 2 پر 2 ، او انگلستان او الجزاير هم صفر پر صفر سره مساوي سول

https://p.dw.com/p/NxBg
انځور: AP

د نن ورځي اوله مسابقه چه د 40000 تماشاچيانو په مخکي کښي د نيلسن مانديلا په سټوډيم کښي تر سره سول ، د جرمنيانو دپاره يوه ښه ورځ نه وه ، داسي يوه ورځ ، چي جرمني بيرته پر مځکه ولويدی .

د جرمني د ملي ټيم ټرينر يوآخيم لو د هغه په باب وايي ،

« زه فکر کوم چي موږ په اول ميدان کښي واقعأ مشکلات درلودل ، او نه مو سوای کولای چي بازۍ ته ښه ورننوزو . موږ دا ډول مخته نه ؤ، لکه د اسټرالياپه مقابل کي ، ليکن صربستان بيا طبعأ تر اسټراليا ښه هم ؤ . که څه هم زموږ يو نفر کم سو ، خو بيا مو هم په دوهم ميدان کښي وکولای سول ، چه د ځان په گټه ډير چانسونه رامنځته کو .موږ بايد يوگول هم وهلی وای ، خو پينالټي مو مِس کړه ، او په همدې دليل ويلای سم چي په دوهم ميدان کښي مو د ميچ کولو لوړ مورال ثابت کی . »

WM Südafrika 2010 Slowenien vs USA
انځور: AP

خو که د مسابقې گرده جريان ته نظر واچول سي ، د جرمني ملي ټيم په اوله کښي په تهاجم شروع وکړه ، خو د صربيانو د ښې دفاع سره مخامخ کيدل ، او هغوسخته دفاع کوله ، او په همدې خاطر صربيانوپه اول سر کښي دوه ژيړ کارټونه هم واخيستل . خو معلوميدل چي په دې مرض باندي جرمنيان هم اخته سول . دوی هم په فولونو شروع وکړه ، او وتلو فټبالرانو لکه کلوزه ، قېديرا او لام يې په اول ميدان کښي لا ژيړ کارټونه واخيستل . پدې ډول يې ټيم په بازي کښي تخنيک او مهارت د لاسه ورکی، او حتی په 37 دقيقه کښي کلوزه ژيړ سور کارټ واخيستی، د مسابقې څخه وايستل سو ، او يوه دقيقه وروسته صربي فارورډ يووانوويچ يو گول ورکی، او ميچ يې يو پر صفر په خپله گټه واټوی .

WM 18.06.2010 Deutschland - Serbien NO FLASH
جرمنيان چي پرصربانو باندي د ميچ د بايللو څخه خوابدي ديانځور: picture alliance/dpa

د جرمني د ملي ټيم يو بل فارورډ باستيان شواين سټايگر ددونه ډيرو کارټو ورکول د ريفړي گناه بولي ، اووايي چه که په هره مسابقه کښي د يوه عادي فول په خاطر دونه کارټونه ورکول سي ، بيا نو هغه د فټبال دپاره ندی ښه .

دوهمه مسابقه چي بيا د امريکا د متحده ايالاتو او سلوانيا تر منځ تر سره سوه ، 2 پر دوه مساوي پای ته ورسيدل .

سلوانيا چه تر اوسه پوري په فټبال کښي ډير ه خراب وه ، د نن ورځي تر ميچ وروسته کيدای سي ، حتی يو پر اتم فاينل ته راووزي ، ځکه اوله مسابقه يې د الجزاير څخه يو پر صفر وړې وه ، او په دې خاطر 4 نمرې لري .

اول گول چي ډير ماهرانه ؤ ، په 13دقيقه کښي د سلوانيا د ملي ټيم څخه برزا سلووينين ولگوی ، او حتی تر تفريح لږ دمخه يې فارورډ لوبي جانيک يو بل گول هم ولگوی او مسابقه يې دوه پر صفر د ځان په گټه واټول .

امريکايانو چي اوله مسابقه د انگليسانو سره يو پر 1 مساوي کړې وه ، تفريح ته په شوک سره ورننوتل . خو په دوهم ميدان کښي يې بيرته ډيره تخنيکي بازي شروع کړه ، اوويې کولای سول گولونه ولگوي . لمړنی گول ډونووېن ولگوی، او د بازي تر ختميدو لږ دمخه برېډلي دوهم گول هم ولگاوه، او ميچ يې 2 پر 2مساوي کی .

په آخره کښي لا امريکايانو يو بل گول هم ولگوی ، خو هغه په رسميت ونه پيژندل سو .

WM Südafrika 2010 Slowenien vs USA Flash-Galerie
انځور: AP

ددغي ورځي په دريمه مسابقه کښي چه بيا د انگلستان او الجزاير تر منځ وه ، صفر پر صفرپای ته ورسيدل ، او اوس حتی انگلستان ددې خطر سره مخامخ دی ، چه په اوله مرحله کښي لا د فټبال دنړيوالي اتلولۍ څخه ووزي . ځکه چه په اوله مسابقه کښي هم د امريکايانو سره مساوي سوی وه .

دوی چه د 64000 تماشاچيانو په مخکي د گرين پوينټ په سټوډيم کښي بازي کوله ، که څه هم ډيري ځغاستي يې وکړې ، خو د گول وهلو واقعي چانسونه يې رامنځته نکړل . او اوس نو د نمرو پر اساس د 1966 کال دغه جهاني قهرمان که وروستی مسابقه ونه گټي ، د جبري وتلو سره مخامخ کيږي . ځکه د Cد گروپ په سر کښي سلوانيا 4 نمرې او انگلستان او امريکايان مساوي نمرې سره لري ، خو امريکايانو بيا ډير گولونه لگولي دي .

نن به بيا د فټبال په نړيواله اتلولي کښي هالينډ د جاپان ،اسټراليا د گانا او ډنمارک د کامرون په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .

ويبر/محمد قاسم نوري

کتونکی : نجيب الله زيارمل