1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلستان، سکاټلنډ ته په ۱۱۹ منډو ماته ورکړه

سيد رياض۱۳۹۳ اسفند ۴, دوشنبه

د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ د نړیوال جام سیالیو په لسمه ورځ انگلستان، سکاټلنډ ته په ۱۱۹ منډو ماتې ورکړه. تر دې دمخه انگلستان خپلې دوې لوبي بایللې وې. په تیره لوبه کې سکاټلنډ پر نیوزیلنډ باندي لوبه بايلوله.

https://p.dw.com/p/1Eg0C
انځور: Reuters/N. Marple

د کرکیټ د نړیوال جام سیالیو په څوارلسمه لوبه کې انگلستان سکاټلنډ ته په لوی توپیر ماته ورکړه. سکاټلنډ د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته انگلستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د انگلستان اوپنرانو معین علي او لن بېل د یوې ښې لوبي بنسټ کښیښود. د انگلستان لومړی لوبغاړی هغه وخت وسوځید چې مجموعي منډې ۱۷۲ وې. سوځیدونکی لوبغاړی بېل وو چې په ۸۵ توپونو یې ۵۴ منډې وکړې. د انگلستان له خوا معین علي بیا په ۱۰۷ توپونو د پنځو شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په مټ ۱۲۸ منډي وکړې. له دې کبله دی د ننۍ ورځې غوره لوبغاړی هم وبلل شو.

معین علي هغه وخت وسوځید چې د انگلستان مجموعي منډي ۲۰۱ ته رسیدلې وې. تر هغې وروسته د ۲۰۳ په مجموعي منډو انگلستان خپل دریم او څلور لوبغاړي هم له لاسه ورکړل.

د لوبې تر پایه د انگلستان څلور نور لوبغاړي هم وسوځیدل او په دې ترتیب یې په ټاکل شوو پنځوسو اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۳۰۳ منډي وکړې. د سکاټلنډ بالر جوش ډیوي د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

د ۳۰۳ منډو هدف پوره کول او هغه هم د داسي لوبډلې له پاره چې د کرکیټ د نړیوالي شورا بشپړ غړیتوب و نه لري، خورا ستونزمن کار وو. دا چې د منډو جوړولو اوسط لوړ وو نو د سکاټلنډ پر لوبډلي له لومړي سره فشار ډیر وو. سکاټلنډ خپل لومړی لوبغاړی په ۱۷منډو کې له لاسه ورکړ. د سکاټلند دوهم لوبغاړی بیا په ۴۷ منډو کې وسوځید.

دغه لړۍ همداسي روانه وه او یو وخت په ۲۹ اوور کې د ۱۲۸ په مجموعي منډو سکاټلنډ خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړل. په پای کې د سکاټلنډ ټوله لوبډله په ۴۳ اوور کې تر۱۸۴ منډو جوړولو وروسته وسوځیده او په دې ترتیب انگلستان، سکاټلنډ ته په ۱۱۹ رنزونو یا منډو ماتې ورکړه.

د انگلستان له خوا سټیون فېن د مخالفي لوبډلي درې لوبغاړي او انډریسن، معین علي او کرس واکیس دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

تر دې دمخه انگلستان، آسترالیا او نیوزیلنډ ته خپلي دواړي لوبي بایللي دي. د سکاټلنډ هم دا پر له پسې دوهمه ماته ده. سکاټلند له نیوزیلنډ څخه هم په خپله لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلې ده.

په پام کې ده چې افغانستان به خپله دریمه لوبه د فيبرورۍ میاشتې پر ۲۶مه نېټه له سکاټلنډ لوبډلې سره وکړي. پر دغه نېټه د بنگله دیش او سریلانکا لوبډلو تر منځ هم لوبه کیږي. افغانستان پر بنگله دیش او سریلانکا دواړو باندي لوبي بايلولې.

England vs Scotland Cricket World Cup
انځور: Reuters/N. Marple