1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلستان: لوړپوړي چارواکي به د فوټبال په سیالیو کې گډون و نه کړي

۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعه
https://p.dw.com/p/15AY2

انگلستان ویلي دي چې د ۲۰۱۲م کال د اروپا د فوټبال د اتلولیو په سیالیو کې به د دغه  هیواد کوم وزیر گډون و نه کړي. په پام کې ده چې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به نن په اوکراين کې پیل شي. د پنجشنبې په ورځ د انگلستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې په دغه سیالیو کې به کوم لوړپوړی چارواکی گډون و نه کړي. دا قدم د اوکراین د پخوانۍ صدراعظمې د بندې کیدو وروسته په زندان کې له هغې سره د ناوړه چلند د اندیښنو په غبرگون کې اخیستل شوی دئ. د فرانسې او اطریش سربیره یو شمیر نورو اروپایي هیوادونو هم د ورته قدم اخیستو خبرداری ورکړی دئ.