1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما:افغانستان د برتانيې او شوروي اتحاد په وړاندي د مقاومت تاريخ لري

۱۳۸۷ اسفند ۱۱, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما، وروسته له هغه چي له عراق څخه د خپلو سرتیرو د ايستلو مشخصه نېټه وټاکله د متحده ايالاتو پوځ ته په يوه وينا کي وويل، چي امريکايي عکسر به په افغانستان کي هم تر ډيره پاته نسي..

https://p.dw.com/p/H3Yx
اوباما امريکايي پوځيانو ته د وينا پر مهال
اوباما امريکايي پوځيانو ته د وينا پر مهالانځور: AP

اوباما دا خبره وروسته له هغه کوي چي تيره اونۍ يې افغانستان ته د 17 زرو نورو سر تيرو د استولو امر صادرکړی. نوي جمهور رييس وويل، چي هغه د افغان ولس په احساساتو باندي ښه پوهيږي، د هغه په خبره دغه ولس له لويي بريتانيې نيولې تر شوروي اتحاد پوري د پوځي يرغلونو په وړاندي د مقاومت تاريخ لري.

د متحده ايالاتودPBS له تلویزوني شبکې سره اوباما، د جمعې په ورځ وويل:« يوشی چي بايد موږ يې په افغاسنتان کي خلکو ته ووايو دا دی چي موږ نه علاقه لرو او نه مو ستره غوښتنه ده چي په دې هيواد کي تر ډيره پوري پاته سو.»

اوباما،نوموړي تلويزوني شبکې ته په خپله مرکه کي وويل:« لکه چي تاسي پوهيږی د هغه څه پر خلاف باندي پاڅون چي ورته د يرغل يا اشغال په سترګه وکتل سي، افغانستان يو اوږد تاريخ لري، موږ بايد دغه تاريخ په پام کي ونيسو. نو داموضوع موږ په خپله ستراتيژي کي په پام کي نيسو.»

د اوباما حکومت په افغانستان او پاکستان کي د متحده ايالاتو پر ستراتيژي باندي له سر غور کوي. څو ورځي د مخه د دغو دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په واشنګټن کي درې اړخيزه خبري اتري وسوې.

اوباما،چي پر عراق باندي د خپل سلف، جورج ډبليوبوش د پوځي تيري مخالفت کړی دی، په افغانستان کي چي د القاعدې هډه وه او2001 کال د سپتمبر ديولسمي نيټې د حملو له پاره بندو بست سوی ؤ،د امريکايي ځواکونو له مداخلې څخه دفاع کوي.

اوباما دې مداخلې ته په اشارې سره وويل:« زموږ وروستی هدف په سيمه کي دا دی چي د امريکا خلک خوندي وساتو.» خو هغه له دې څخه ډه ده وکړه چي څه وخت به له افغانستان څخه امريکايي سرتيري وزي.

« تر هغه پوري چي یوه روښانه ستراتيژي ونه لرو، نه سوکولای چي د وتلو یوه روښانه ستراتيژي وټاکو.»

اوباما په دغه مرکه کي يادونه وکړه:«زما هدف دا دی چي امريکايي عسکر څومره چي ژر امکان ولري،بيرته خپل کور ته ستانه سي، پرته له دې چي هلته یو حالت پريږدو چي د متحده ايالاتو پرضد بيا د تروريستي حملو بندو بست وسي.»