1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوبامابه د اسلامي نړۍ په نامه دالازهر په پوهنتون کي وينا وکړي

۱۳۸۸ خرداد ۱۳, چهارشنبه

د 11 د سپټامبر او بياپر افغانستان او عراق باندي دامريکا دمتحده ايالتونو تريرغل وروسته د اسلامي نړۍ او امريکا تر منځ روابط خړ پړ سول،چه اوس اوباما غواړي هغه بيرته عادي کي ...

https://p.dw.com/p/I2tW
کله چه د اردن پاچا په اپريل کښي د اوباما سره په واشنګټن کښي وکتل
کله چه د اردن پاچا په اپريل کښي د اوباما سره په واشنګټن کښي وکتلانځور: AP

دامريکې دمتحده ايالتونو ولس مشر بارک اوباما به چه اوس سعودي عربستان ته رسيدلی دی ، نژدې ختيځ ته دخپل سفر په بهير کي په قاهره کي داسلامي نړۍ په نامه يوه وينا وکړي . په دې کار سره اوباما غواړي چي داسلامي نړۍ سره دڅو کالو پرله پسې لانجو او مناقشو څخه وروسته اوس ،په تيره بيا دعربي نړۍ سره دروغونکو خبرو اترو له لاري ددواړو خوا و په اړيکو کي يو نوی فصل پرانستل شي .

داچي داسلامي نړۍ دهيوادونو او دامريکۍ دمتحده ايالتونو ترمنځ لانجې او شخړي موجودی دي ،کومه نوې خبره نده . مثلا که سړی په 1979 ميلادي کال کي هغه تصويرونه په ياد راوړي چي په تهران کي ايراني پوهيدونکو(محصلينو) دامريکې دمتحده ايالتونو پر سفارت باندي بريد کړي ؤ . په هغه وخت کي ايراني پوهيدونکو په برمته نيولو سره داغوښتنه کوله چي دځواک له مسنده څخه راپرزول شوی شاه دي دايران اسلامي جمهوريت ته وسپارل شي . د 444 ورځو څخه وروسته په تهران کي دامريکي دمتحده ايالتونو په سفارت کي نيول شوي برمته کسان بيرته خوشي کړای شول .

او د2001 ميلادي کال دسپتمبر دمياشتې د 11 نيټۍ څخه وروسته بيا ددواړو خوا ترمنځ لانجې او شخړي زياتي شوې .

پر افغانستان او عراق باندي دامريکي دمتحده ايالتونو ديرغل څخه وروسته نوري پيښي هم را منځ ته شوې، مثلا دګوانتانامو ، اوبو غرايب او بګرام په بنديخانو کي دبنديانو سره دامريکايانو ناوړه چال چلندونه او داچي دامريکۍ دمتحده ايالتونو پخوانی ولس مشر اصلأ دفلسطينيانو دبرخليک سره کومه خاصه علاقه نه ښودله ، ټول داسي عوامل وه چي ددواړو خواو پر اړيکو باندي يې بدي اغيزي کړيدي .

خو اوس بارک اوباما غواړي چي داسلامي نړۍ او دامريکې دمتحده ايالتونو په اړيکو کي ښه والی راسي .

که څه هم دامريکې دمتحده ايالتونو پخواني ولس مشر جورج ډبليو بوش ، ددې پيغور په مقابل کي چي ده ګواکي داسلام پر ضد دجګړۍ بيرغ پورته کړی دی ، ويلي چي : « ترور داسلام رښتياني څيره نده ، او مونږ له اسلامه سره جګړه نلرو ، اسلام سوله غوښتونکی دی . خو دغه تروريستان چي نن ورځ داسلام په نامه په تروريستي اعمالو لاس پوري کوي ، دوی سوله غوښتونکي ندي ، بلکي دوی جګړه ماران ، بد او وران کار عناصر بلل کيږي »

دالازهر پوهنتون
دالازهر پوهنتونانځور: Tierecke/Flickr.com

دغه خبره بوش د 2001 ميلادي کال دسپتمبر پر 17 نيټه کړې وه .

که څه هم بوش څو څو واري خپله دغه خبري تکرار کړي ،خو په اسلامي نړي کي به دده خبري چا نه منلې . ځکه خلکو ته څرګنده وه چي په ګوانتانامو، اوبو غرايب او بګرام کي څه خبرۍ دي .

بوش تل خپله سياسي تګلاره تعقيبوله ، پرته له دې چي وګوري يا واوري ، نور څه غواړي او څه وايي .

که څه هم چي په تيره بيا په افغانستان او پاکستان کي اوباما هم زياتره هماغه لاره تعقيبوي چي جورج بوش تعقيبوله ، مثلاً په قبايلي سيمو باندي دتوغنديو او بې پيلوټو الوتکو الوتني ، خو بياهم دبوش او داوباما دسياست ترمنځ اساسي توپير په دې کي دی چي اوباما دې ته غوږ نيسي چي نور څه وايي او څه فکر کوي . اوباما غواړي له ايران سره مخامخ خبري وکړي ، اوباما غواړي دګوانتانامو کمپ وتړي . او داوباما اوبوش دخبرو په لهجه کي سړی له ورايه توپير ويني . مثلا اوباما پخپله لمړۍ وينا کي وايي چي موږ داسلامي نړۍ سره ديوې نوي لاري غوښتونکي يو ، داسي يوه لاره چي دمتقابلو دلچسپيو اود متقابل درنښت پر پرنسيپونو بنا وي .

کله چي بارک اوباما دامريکۍ دمتحده ايالتونو دولس مشر په توګه ټاکل کيږي ، ديوه عربي تلويزيون سره مرکه کوي او بيا اوروپا ته دخپل سفر په بهير کي په انقره کي داخبره په ډاګه کوي چي دامريکې متحده ايالتونه داسلام سره په جګړه کي ندي او په راتلونکي کي به هم داکار ونکړي .

او دده وينا په قاهره کي به هم دهمدې سياست او وينا دوام وي .او داچي اوباما خپله دغه وينا دقاهري دالازهر په پوهنتون کي کوي يوه تصادفي خبره نه ،بلکي ددغه ښار او په اسلامي نړۍ کي ددغه پوهنتون په اهميت پوري تړلې ده .

اوباما به په قاهره کي دهغه خبريالانو او خلکو سره وګوري چي دحکومت مخالفين بلل کيږي او په مصر کي دديموکراسۍ نيمګړتياو ته ګوته ونيسي . دنژدې ختيځ پر موضوع باندي به هم خبري وسي ،خو نه دسولي ديوه مشخص پلان په هکله .

ډويچه ويله/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري