1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما:د افغانستان او پاکستان په ستراتيژي کي بدلون نه راځي

۱۳۸۹ مهر ۱۳, سه‌شنبه

په داسي حال کي چي د طالبانو او القاعدې پر ضد د امريکايي ځواکونو عمليات تند سوی، جمهور ريس اوباما د کانګرس غړو ته ويلي دي چي د افغانستان او پاکستان په وړاندي په اوسني وخت کي د هغه په ستراتيژي کي کوم بدلون ته اړتيا نه سته.

https://p.dw.com/p/PVXK
د امريکا جمهور ريس بارک اوباما
د امريکا جمهور ريس بارک اوباماانځور: AP

د اوباما دغه يادونه چي تر دې دمخه د ملي امنيت د لوړ پوړو ارګانو له خوا هم يادي سوي، پرون د هغه هيواد کانګرس ته د جګړې په هکله د يو محرم رپوټ د وړاندي کولو په بغل کي په يوې ارزونه کي عنوان سوې ده.

اوباما پدې ارزونه کي ليکي دي:« موږ خپله پاليسي، لکه څنګه چي مو د ډسمبر په مياشت کي اعلان کړې، کټ مټ پلي کوو. فکر نه کوم چي په اوسني وخت کي په هغې کي د کوم تعديل يا بدلون اړتيا وي.»

اوباما زياته کړه:« په داسي حال کي چي کانګرس په افغانستان او پاکستان کي د خپلي راتلونکي کړنلاري په هکله سلا مشورې کوي، زه غواړم ووايم، کومه پاليسي چي موږ ټاکلې ده په برياليتوب سره د هغې پلي کول زموږ د ولس په ګټه ده.»

اوباما د تير کال په ډسمبرکي تر يوې هر اړخيزي ارزوني وروسته د افغانستان دپاره خپل ستراتيژي اعلان کړه چي په هغې کي دوو مهمو ټکو ته پاملرنه سوې:

«په افغانستان کي د زور پالونکو طالب اورپکو پر ضد د جګړې د ګتولو دپاره د 30 زرو نورو سرتيرو استول او د 2011 کال د جولای په مياشت کي د افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو پيل.»

د رپوټونو له مخه جمهور ريس به د راتلونکي ډسمبر په مياشت کي پر خپلي ستراتيژي باندي کتنه وکړي چي تر کومه ځايه هغه بريالي ده.

خو د هغه د پروني وړاندي سوي ارزوني له مخه په هغې کي د ستر بدلون انتظار نه کيږي.

د ناټو تر مشرۍ لاندي د نړيوال ځواک اوسنۍ ستراتيژي دا ده چي د افغانستان په جنوب او ختيځ کي ستر ښارونه د ياغيانو له شتون څخه پاک کړي او په عين وخت کي د افغان امنيتي ځواکونه پياوړي کړي تر څو د 2011 کال په جولای کي د امريکايي سرتيرو د ايستلو د پيل لپاره لاره هواره کړي.

د دفاع وزير رابرت ګېټس او لوړ پوړي امريکايي قوماندانان وايي چي په افغانستان کي د پرمختګ ځيني نښانې ليدل کيږي.

په اوسني وخت کي د متحده ايالاتو او ناټو د نورو متحدينو کابو 150 زره سرتيري د اورپکو پر ضد په جګړه بوخت دي.

سپيني ماڼۍ پرون ناوخته وويل چي، جمهور ريس اوباما د افغاسنتان د جمهور ريس سره د يو ويډيويي تماس له لاري پر ګڼ شمېر مسايلو باندي يوديرش دقيقې بحث درلودی.

په دې ويډيويي تماس کي د افغانستان او متحده ايالاتو د اوږدې مودې پر اړيکو، د افغانستان پر وروستيو پارلماني ټاکني او دغه راز سيمه ايزو اړيکو باندي خبري وکړې.

سپيني ماڼي وويل: « دواړو مشرانو موافقه وکړه چي د راتلونکي په هکله په منظمه توګه تماسونو نيولو ته دوام ورکړي.

سپيني ماڼۍ ويلي دي چي، موږ هڅه کوو د جمهورريس کرزي د هغه هدف سره مرسته وکړو چي غواړي تر2014 کال پوري په خپل هيواد کي ټول امنيتي مسووليت افغان امينتي ځواکونو ته وسپارل سي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل