1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما:په ستراتيژي کي بدلون نه راځي

۱۳۹۱ شهریور ۳۰, پنجشنبه

کارپوهان وايي چي له افغان ځواکونو سره پر گډو عملياتو باندي محدوديتونه د سرتيرو د ايستلو پر ستراتيژۍ باندي اغېزه کوي. خو ولسمشر بارک اوباما وايي، چي ټول کارونه به له پلان سره سم پر مخ ځي.

https://p.dw.com/p/16BmH
انځور: AP

کارپوهان وايي چي د سه شنبې د ورځي پريکړه، د امریکا د متحده ايالاتو په مشرۍ د طالبانو پرضد د ۱۱ کلني ستراتيژۍ ناکامي ده او د افغان امنیتي ځواک د روزلو څخه پرشاتگ دئ.

دغه پريکړه د سه شنبې په ورځ ځکه سوې ده، چي په اصطلاح د باروتو له هغي ډبې څخه ځان وساتي چي اسلام ته د سپکاوي د جوړسوي فلم په خاطر په اسلامي نړۍ کي چاودلې ده، او له هغو دوست- دښمنه بريدونو ځان وژغوري چي د خپلو محلي همکارانو له خوا ورباندی کيږي. په دغه بريدونو کي په روان کال کي۵۱ بهرني عسکر وژل سوي دي.

په امريکا کي د جورج واشنگتن پوهنتون استاد او د افغانستان کارپوه ستيفان بيدل، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي:

«دا د ناټو د هغي ستراتيژۍ له پاره ستر چيلينج دئ، چي غواړي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري ۳۵۰۰۰۰ افغان امنيتي ځواک و روزي او ټولي امنیتي چاري د ولسمشر حامد کرزي محلي ځواکونو ته ور وسپاري.»

دغه ائتلاف اوس د ايساف ځواکونو په چوکاټ کي خپل ۱۱۲۶۰۰ پاته عسکر ورو ورو باسي او د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت پنتاگون تيره اوونۍ ويلي وه، چي اوس ئې په افغانستان کي ۷۷۰۰۰ زره سرتيري مېشته دي.

د جنگي مطالعاتو انيستيتوت يو لوړ پوړی څېړونکی جفري درسلر، وايي چي له افغان ځواکونو سره د گډو عملياتو محدوديتونه له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو پر ستراتيژۍ باندي اغېزه کوي.

«دا په ستراتيژي کي ډير کوچنی پرشاتگ دئ، خو که چيري دغه محدوديتونه اوږده سي نو اغيزې به ئې ډيري وي.» هغه زياته کړه«که دا مياشتي دوام وکړي، نو اغېزې به ئې نوري هم ډيري وي.»

په افغانستان کي له افغان ځواکونو سره د گډو عملياتو مشر استراليايي بريدجنرال روجر نوبل اقرار کړی دئ، چي د „ دوست- دښمن“ حملو ډير اندېښمن کړي يو.

هغه له کابل څخه په واشنگټن کي خبريالانو ته وويل:«د دغو حملو ستونزه دا ده، چي زموږ پر هوډ باندي گوزار دئ.» هغه ويلي دي:«که سړی له ياغيانو سره په جنگ کي ووژل سي دا يوه موضوع ده. خو ډيره سخته دردونکې دا ده چي سړی په شپه کي د خپلو ملگرو له خوا ووژل سي.»

هغه زياته کړه چي د دوی غه پريکړه چي له افغان امنيتي ځواک سره په گډو عملياتو کي ئې محدوديتونه راوستلي دي، يوه عاده پريکړه ده او دا له افغانستان څخه د وتلو پر ستراتيژي باندي هيڅ تاثير نه لري. ده وويل، چي ستراتيژي به له پلان سره سم پلې کيږي.

د امریکا د متحده ايالاتو ځينو سناتورانو د بارک اوباما اداره تر فشار لاندي راوستلې ده، چي له افغانستان څخه د سرتيرو د را ايستلو پر ستراتيژۍ باندي له سره کتنه وکړي.

د امريکا درو تنو سناتورانو، جمهوريت غوښتونکو جان مک کين، ليندزي گراهام او خپلواک سناتور جوليبرمن په يوه ليک کي غوښتنه کړه ده چي«موږ په افغانستان کي ناکامي منلای نه سو.»

هغوی زياته کړې ده:«موږ باور لرو، چي په افغانستان کي اوسنی وضعيت پر دې باندی دلالت کوي، چي له هغه هیواد څخه د عسکرو را ايستل و ځنډوو.»

خو د امريکا ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ له خپل افغان سيال حامد کرزي سره په يوه ويډيويي کنفرانس کي په افغانستان کي د „ دوست- دښمن“ حملو په اړه خبرو کي پر خپلي ستراتيژۍ باندي ټينگار وکړ.

فرانس پرس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم