1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما،کرزي او زرداري ته په واشنګټن کي د خبرو دپاره بلنه ورکړې ده

۱۳۸۸ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

څنګه چي په سيمه کي دسولي او ثبات مساله ډير اهميت لري ،او د بلي خوا حالات په دغه سيمه کي ورځ په ورځ خطرناکه کيږي ،او طالبان دپرمختګ په حال کي دي ، نو اوباما غواړي دشخړي دحل په خاطر شخصأ اقدام وکړي ...

https://p.dw.com/p/HccL
دامريکا جمهوررييس بارک اوباما
دامريکا جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP

دامريکې دمتحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما دافغانستان او دپاکستان دولتي مشرانو، حامد کرزي او آصف علي زرداري ته بلنه ورکړي چي دمې په مياشت کي واشنګتن ته راسي .او باما غواړي چي ددوی سره دسيمي پر روانو حالاتو باندي خبري وکړي . دغه خبر پرون په واشنګتن کي دسپينې ماڼۍ وياند روبرت ګيبس Robert Gibbs تاييد کړی دی . هسي چي په خبر کي ويل شوي دي ښايي دامريکا جمهوررييس بارک اوباما دحامد کرزي او آصف علې زرداري سره په جلا جلا ډول هم وګوري . که څه هم دسپيني ماڼۍ وياند Gibbs ددغه پلان شوي کتني دپاره دکومي مشخصي نيټې څخه خبري ندي کړي ،خو واشنګتن پوست وايي چي دغه کتنه به دمې دمياشتي پر 6 او 7 نيټه وي .

څنګه چي په دغه سيمه کي دسولي او ثبات مساله ډير داهميت وړ يوه موضوع ده ،او له بله پلوه حالات په دغه سيمه کي ورځ په ورځ خطرناکه کيږي او تند لاري طالبان دپرمختګ په حال کي دي ، نو اوباما غواړي چي دسيمي دشخړي دحل دپاره ديوې لاري دموندلوپه نيت شخصأ اقدام وکړي . دمخه هم د امريکا جمهوررييس بارک اوباما څو څو واري داخبره جوته کړی ده چي دافغانستان مساله دامريکې دمتحده ايالتونو دبهرني سياست تر ټولو مهمه مساله ده . په دغه سيمه کي حالات له دې امله ورځ په ورځ حساسيږي ،چي په دې ورستيو وختونو کي په پاکستان کي دطالبانود تندلاري ډلې نفوذ مخ په زياتيدو دی، او دوی په تيره بيا په قبايلې سيمو کي مخ په وړاندي روان دي .

لکه څنګه چي پاکستانيان وايي تند لاري طالبان اوس ددغه هيواد دپلازميني اسلام آباد تر سل کيلو متري پوري مخته راغلي، ډير حساس ستراتيژيکي ځايونه همدااوس ددوی په لا س کي دي ،او ددوی مسلح افراد ډيري سيمي عملأ تر خپل کنترول لاندي لري .

دامريکې دمتحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن پرون په پاکستان کي دتند لارو طالبانو دپرمختګونو له اکبله خپله سخته انديښنه ښودلې، او پاکستاني چارواکو ته يې ددې پيغور ورکړی دی، چي دوی دتند لارو طالبانو په مقابل کي لاس تر زني دحالاتو کتنه کوي . دامريکا دمتحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزيري پرون ددغه هيواد دکانګرس په وړاندي داستيضاح په وخت کي په پاکستان کي روان حالات ددغه هيواد دحکومت دپاره يو بنيادي خطر بللی ،او ددې ګواښ يې کړی دی چي که چيري په پاکستان کي طالبان پر قدرت راسي نو دا به هم دامريکا دمتحده ايالتو او هم دنړۍ دپاره په اصطلا دمرګ يو خطر وي . کلينتون خاصتأ دپاکستان اټومي سلاو ته ګوته نيولې، او څرګنده کړيده چي که چيري دغه سلاوي دطالبانو لاس ته ورسي نو دابه يوه لويه فاجعه وي .

dpa / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري