1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: اسامه مو اسلام اباد ته نژدې ووژی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه

اوباما په يوه تلويزيوني وينا کي امريکايانو ته دا خبر ورکړی، چي د القاعدي د ترهګري ډلي مشر اسامه بن لادن د امريکا د ځانګړو ځواکونو لخوا په پاکستان کي وژل سوی دی.

https://p.dw.com/p/117Tq
د القاعدې د تروريستي شبکې مشر اسامه بن لادن
د القاعدې د تروريستي شبکې مشر اسامه بن لادنانځور: AP

د اسامه بن لادن د وژني خبر د متحده ايالتونو ولسمشر باراک اوباما په يوه ډراماتيکه تلويزوني وينا کي ورکړی. اوباما وويل چي د بن لادن وژنه د عدل د بري مانا لري.

د امریکا ولسمشر وويل چي بن لادن د يکشنبې په ورځ د پاکستان و پلازمېنه اسلام آباد ته نژدې د ځانگړو امريکايي عسکرو لخوا په عملياتو کي ووژل سو.

د بن لادن د مرگ د خبر د خپريدو سره سم په واشنگټن کي خلک سپيني ماڼۍ ته نژدې راټول سول او په خوشاليو يې پيل وکړئ. د سپيني ماڼۍ څخه علاوه هم د واشنگټن په بيلا بيلو برخو کي امريکايانو د خوښۍ د اظهار لپاره و کوڅو ته مخه کړه. د نورو امريکايي ښارونو څخه هم د خلکو د خوښيو د لمانځنو راپورونه ورکړل سوي.

د بن لادن د وژني خبر په نړيواله توگه د لوړ پوړو سياستوالو او دولتي مشرانو غبرگونونه راپارولي دي. د اسرائيلو حکومت په خپل لومړي غبرگون کي ويلي دي چي، د اسامه بن لادن له منځه وړنه د ترهگرۍ په وړاندي جگړې د پای مانا نه لري.

د اسرائيلو په رسمي اعلاميه کي ويل سوي، چي د اسرائيل وگړي د امريکايانو په خوښۍ کي د برابري شريکان دي. د اسرائيلو لومړي وزير بن يامين نتنياهو اوباما ته د اسرائيلي اعلاميي په وينا د گډو هلو ځلو د بريا مبارکي ورکړې ده.

د هند حکومت بيا ويلي دي چي په پاکستان کي دننه د اسامه بن لادن موجوديت ددې څرگندويي کوي، چي هلته د ترهگرو لپاره خوندي ځايونه موجود دي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير الن ژوپي ويلي دي چي د اسامه مرگ به په نړيواله توگه خلکو ته د آرامۍ احساس ورکړي. د بريتانيي لومړي وزير ډيويډ کيمرون بيا په خپل غبرگون کي ويلي دي چي د بن لادن وژنه يوه ستره لاس ته راوړنه او بريا ده او دا چي د بن لادن د مرگ سره نور په نړيواله ترهگرۍ کي د هغه رول ختم سو.

کيمرون زياته کړې چي اسامه بن لادن په نړيواله توگه د ترهگرۍ له امله د ډير قربانيانو د مرگ مسوول کس ؤ.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو ويسټر ويله هم د اسامه بن لادن وژنه يو ښه خبر بللئ دئ. نوموړي د دوشنبې په ورځ په خپل غبرگون کي ويلي دي چي بن لادن د نړۍ تر ټولو بې رحمه ترهگرو ؤ او د زرگونو بې گناه خلکو د مرگ مسوول ؤ.

ويسټر ويله زياته کړې چي د بن لادن وژنه د نړۍ د ټولو هغو خلکو لپاره ښه خبر دی چي پر سولي او آزادۍ مين دي.

د طالبانو د ريژيم پر وخت په پاکستان کي د هغوی پخواني ډيپلومات ملا عبدالسلام ضعيف بيا په خپل غبرگون کي ويلي دي چي د اسامه وژنه به په افغانستان کي د طالبانو پر تحريک هيڅ اغيز ونه لري. ځکه چي د نوموړي په وينا د طالبانو حرکت يو افغان حرکت دی.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل