1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: اسلامیستان باید په عراق کې خپلې ریښې ټینگې نه کړي

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۲۳, جمعه

په عراق کې د اسلامیستانو له ناڅاپي پرمختگ څخه وروسته امریکا متحده ایالات د هغوی پر ضد یو پوځي اقدام هم له امکان څخه لیرې نه گڼي. ولسمشر بارک اوباما یو هوایي برید له امکانه لیرې نه دی گڼلی.

https://p.dw.com/p/1CHth
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په بغداد کې حکومت ته د مرستې ډاډ ورکړ او ټینگار یې وکړ چې «اسلامیستان باید نه په عراق او نه هم په سوریې کې په دایمی توگه ټینگ پاتې شي». اوباما وویل چې عراق له «امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې څخه نورو زیاتو مرستو ته اړتیا لري». هغه یادونه وکړه چې «جهادیستان باید په عراق او سوریې کې خپلې ريښې ټینگې نه کړي».

آیا بې پیلوته الوتکې به د عملیاتو له پاره په کار واچولې شي؟

د متحده ایالاتو حکومت د «عراق او شام د اسلامي دولت» ډلې د وروستیو ورځو حملې غندلي دي. امریکایي چارواکو د رسنیو هغه رپوټونه تصدیق کړي دي چې بغداد له واشنگتن څخه د نوموړو افراطیانو پر ضد د هوایي مرستو غوښتنه کړې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جن ساکی، وویل: «وضعیت ډیر جدي دی. موږ د عراق له مخکښو کسانو سره په ټول هیواد کې د یوه مناسب چمتو شوي ځواب له پاره کار کوو. تاسې کولای شی په دې حساب وکړئ چې موږ د عراق له حکومت سره د اسلامیستانو پر ضد جگړه کې له دې څخه زیاتې مرستې کوو.»

خو امریکایي چارواکو چې هویت یې نه دی بربڼد شوی ویلي دي چې اوباما به عراق ته په هیڅ صورت سره یو ځل بیا ځمکني سرتیري وا نه استوي.

د بغداد حکومت وار په وار پر خپل هیواد باندې کنترول له لاسه ورکوي. کردی ملیشو د کیرکوک د تیلو شتمن ښار نیولی دی، سني افراطیان آن د بغداد په لور د پرمختگ په حال کې دي. په عراق کې د ملگرو ملتو استازی د پلازمینې په لور د اسلامیسیتانو د پرمختگ سره سره، سمدلاسه دغه ښار د سقوط له خطر سره مخامخ نه گڼي. نیکولای ملادینوف په یوه ویدویي کنفرانس کې څرگنده کړه چی بغداد په ښه توگه خوندی ساتل شوی دی. له دې مخکې د ملگرو ملتو د امنیت شورا د «عراق او شام اسلامی دولت » نومې افراطي ډلې له خوا د موصول د ښار نیول غندلي وو. هغې شورا دغه راز د ترکیې یرغمل نیول شویو اتباعو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې وه. عمومي منشي بان کیمون، په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له عراق سره مرسته وکړي: «نړیواله ټولنه باید اوس سره یو موټی شي. موږ باید له عراق سره پیوستون ښکاره کړو ترڅو د ترهگرو مقابله وکړای شي.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت جان کیري ټینگار وکړ چې هغه د عراق د روان وضعیت په هکله سخته اندیښنه لري. د هغه وزارت څرگنده کړې ده، دا چې د عراق امینتي ځواکونو ونه شوای کړای د ترهگرو د حملو مخه ونیسي د خواشینی خبره ده. امریکا په ۲۰۰۳ کال کې په عراق کې پوځي مداخله وکړه او په ۲۰۱۱ کال کې یې خپل ځواکونه بیرته وایستل. د عراق د پوځ د روزنې له پاره په کابو ۲۵ میلیارد ډالره لگښت کې واشنگتن هم ونډه اخیستې ده.

د جمهوري غوښتونکو یو شمیر استازو پر اوباما باندې نیوکې کړې دي چې له عراق څخه د ټولو امریکایي سرتیرو ایستل یو ښه تصمیم نه وو. هغوی وایي کیدای شوای چې وروسته له ۲۰۱۱ کال څخه ځینې امریکایی سرتیري په دغه هیواد کې پاتې شوي وای.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب