1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: امريکايانو نړۍ ته وښودل چي دوی هرڅه کولای سي

۱۳۸۷ آبان ۱۵, چهارشنبه

بارک اوباما په يوه توفان کي برياليتوب ترلاسه کړی. ده په داسي ايالتونو کي بری ترلاسه کړی، چي تراوسه پکښي جمهوري غوښتونکو پزي شکي شکي کولې.

https://p.dw.com/p/Fntg
د امريکا د متحدو ايالتونو نوی ولسمشر بارک اوباما
د امريکا د متحدو ايالتونو نوی ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

په فلوريدا او ويريجينيا، په اوهايو او نوي مکسيکو او نيوادا کي. د ټاکونکو يا رايي ورکوونکو پيغام څرګند دﺉ. دوی بدلون غواړي، دوی نور د جورج واکر بوش او د ده له سياست څخه چي دغه هيواديې په وروستيو اتو کلونو کي ټوټه ټوټه کړی، ستړی شوي دي.

د يوه نوي پيل دغه هيله تور او سپين ، نارينه او ښځي، زاړه او ځوانان سره يوځای کوي. او دا هيله د هغه څه امکان برابروي چي ډيرو پکښي شک درلودی. چي په دا سي يوه هيواد کي چي نژادي کرکه د خلکو په ذهنيت کي په ډله ايزه توګه ځای لري، او په هغه هيواد کي چي د تور پوستو په وړاندي لاهم نژادي توپير کيږي، دلته به په يوه حساسه او برخه ټاکونکې شيبه کي د پوست رنګ نورکوم رول ونه لوبوي. د 2008 زيږديز کال د نوامبر د مياشتي له څلورمي نيټې څخه امرکاييان د ټولو د برابرۍ خپل پريکړونکي ايډيال ته لږ څه نژدې شوي دي.

اوباما ته د سپيني ماڼۍ د نوي مشر په توګه لومړی د تليفون د لاري جورج بوش مبارکي ورکړه
اوباما ته د سپيني ماڼۍ د نوي مشر په توګه لومړی د تليفون د لاري جورج بوش مبارکي ورکړهانځور: AP

بارک اوباما په دې تاريخي او لرغونې ورځ کي لويه برخه لري. له ايلینويز څخه 47 کلن سناتور په دغو اوږدو او ستونزمنو ټولټاکنو کي ټينګ اوغښتلی د اعتماد وړستر توب ښکاره کړی. ده کومه اشتباه او تيروتنه ونه کړه او خپلو غوښتنو ته وفادار پاته سو. ده دا هم وښودله چي تجربه ډيري څېرې درلودلای سي.

د اوباما رقيبانو د ټولنيزکارکوونکي په توګه دده په کار ملنډې ووهلې. خو دوي نه پوهيدل چي ده له هغه نه څه ښکاره زده کړه وکړه. څوک چي خلکو ته يوه موخه ورکوي، څوک چي دوی هڅوي خپل سرنوشت په خپل لاس کي ونيسي، نو نيمايي لاره يې وهلې ده.

د بريا په وينا کي بارک اوباما په حق دې ته اشاره وکړه، چي د مليونونو رضاکاروکسانو د نه ستړې کيدونکي کار پرته دغه لرغونې شيبه نه سوای راتلای. دوی دروازه په دروازه وګرځيدل، ليکونه يې وليکل او پلاکاتونه وکښل، خپل وخت او خلاقيت يې پکار واچاوه.

خو يوازی د ولسمشر په توګه د بارک اوباما په ټاکلو دا نه پوره کيږي او هغه ستونزي چي د امريکا د متحده ايالاتو په وړاندي پرتې دي، نه حل کيږي. دا څو بعدي او ژورې دي. بارک اوباما داهم په شيکاګو کي په خپله وينا کي امريکاييانو ته په ګوته کړه. دﺉ د دوی په ملاتړ حساب کوي. ځکه ريښتينی کار لا اوس پيل کيږي.