1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما اوس هم غواړي چې د گوانتانامو زندان وتړي

۱۳۹۱ مهر ۲۸, جمعه
https://p.dw.com/p/16TOG

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما، اوس هم پر خپلې هغې خبرې باندې ولاړ دئ چې په کیوبا کې د ګونتانامو محبس وتړي. هغه د پنجشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني خپرونې کې وویل چې د دغه کار د عملي کولو له پاره ئې د کانګرس موافقه هم تر لاسه کړې ده.

د دغه زندان تړل د متحده ایالاتو په مخکینیو ټاکنو کې د اوباما تر ټولو لویه ژمنه وه. خو کله چې اوباما د امریکا د ولسمشر په ټوگه وټاکل شو هغه د دې زندان ته تړلو و نه توانید. اوس د گوانتانامو په زندان کې ۱۷۰ تنه بندیان ساتل کیږي چې زیاتره ئې د افغانستان، پاکستان او منځینۍ اسیا له هیوادونو څخه دي.