1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما او رامني په وروستۍ مناظره کي

۱۳۹۱ آبان ۲, سه‌شنبه

بارک اوباما او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه سیال میت رامنې د دوشنبې په ورځ خپله وروستۍ تلویزیوني مناظره وکړه. دغه مناظر د متحده ایالاتو د بهرني سیاست په اړه وه چې په ترڅ کې یې د افغانستان په اړه هم خبرې وشوې.

https://p.dw.com/p/16UqT
انځور: Reuters

دغه مناظره د فلورادا په بوکا راتون کې وشوه. دا په امريکا کي د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې د بارک اوباما او میت رامني تر منځ وروستۍ تلویزیوني مناظره وه. یو شمیر نظر پوښتونو ولسمشر اوباما د ټاکنو گټونکی اعلان کړی دی.

په مناظر کې د منځني ختیځ، ایران، چین، افغانستان او نورو هیوادونو او سیمو په اړه تودې خبرې اترې وشوې. ولسمشر اوباما پر خپل سیال میت رامني باندې نیوکې وکړې چې بهرنۍ پالیسي یې یوازې د کاغذ پر مخ ده. اوباما وویل چې رامني وخت نا وخت خپل دریځ بدلوي چې د هغه په خبره دا د یوه هیواد د مشر له پاره ښه خصلت نه دی.

رامني بيا پر اوباما باندې د عربي پسرلي، سوریې او لبنان پر وړاندې د هغه د سیاستونو له کبله نیوکې وکړې. خو هغه د هغو عملیاتو د ترسره کولو په خاطر د ولسمشر اوباما ستاینه وکړه چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن پکې ووژل شو.

رامني وویل: «موږ باید هغه څه وکړو چې ولسمشر کړي دي. زه ورته له دې کبله مبارکي وایم چې اسامه بن لادن یې له منځه یووړ او د القاعدې مشري یې تر تعقیب لاندې نیولې ده. خو موږ نه شو کولای چې له دغه جنجال څخه خپل ځانونه خلاص کړو. موږ باید داسې څرگند سیاستونه پلې کړو چې په اسلامي نړۍ او نورو هیوادونو کې خلک اسلامي تندلاریتوب رد کړي.»

د افغانستان پر موضوع ورته نظر

میت رامني وویل چې د افغانستان په هکله د ولسمشر اوباما له سیاستونو سره موافق دی. هغه وویل چې که د متحده ایالاتو د ولسمشر په توگه وټاکل شي نو له افغانستانه به کرار کرار امریکايي ځواکونه راوباسي او په دې هیواد کې به د امریکا ملکي حضور وساتي.

رامني زیاته کړه چې د ولسمشر اوباما له خوا افغانستان ته د ۳۰۰۰۰ اضافي سرتیرو استول په دغه هیواد کي د امنیت راوستلو او افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته کړې ده.

د ایران پر سر اختلاف

خو کله چې د ایران پر سر بحث پیل شو، نو میت رامني پر اوباما باندې نیوکې وکړې او ویویل چې هغه د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د متحده ایالاتو نفوذ را کم کړی دئ. رامني وویل چې اوباما ایران پریښی دی چې د اټومي وسلې جوړولو ته څلور کاله نزدې شي.

رامني وویل، اوباما د امریکا د ولسمشر په توگه تر ټاکلو وروسته منځني ختیځ ته په یوه سفر تللی وو، چې د ده په خبره دا په اصل کې د «بخښني غوښتلو» سفر وو. خو اوباما بیا دغه تور رد کړ او ویویل چې دا د روانو ټاکنو تر ټولو غلطه خبره ده. ولسمشر زیاته کړه: «دا ښايي په دغه ټاکنیز کمپاین کې تر ټولو غلطه خبره وي او هر خبریال او څیړونکي چې دغه تور څیړلی دی، ویلي يې دي چې دا حقیقت نه لري. که د بندیزونو په اړه خبري وکړ، نو موږ تر بل هر وخت پر ایران باندي سخت بندیزونه لگولي دي.»

اوباما بیرته پر رامني باندې نیوکه وکړه او ویویل چې په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه او امریکا په دې هڅه کې ده چې پر ایران باندې لگیدلي بندیزونه وڅاري، رامني له داسې چینایي شرکتونو سره سوداگریزي معاملې کوي چې له ایران څخه نفت رانیسي.

د چین په اړه هم ولسمشرۍ ته دواړو نومول شويو بحثونه وکړل. رامني وویل چې که د ولسمشر په توگه وټاکل شي نو چین ته به د «پیسو د بیې د کښته» ساتونکي هیواد په سترگه وگوري او له دې هیواد څخه به وغواړي چې پخپل دې سیاست کې بدلون راولي.

کورنی سیاست بیا هم د بحث موضوع

په متحده ایالاتو کې تيرو ټاکنو ښودلې ده چې بهرنی سیاست ډیر وخت د رایو ورکوونکو پر پریکړي باندې ډیره اغیزه نه لري. له دې کبله د امریکا د ولسمشرۍ نوماندانو پخپله وروستۍ مناظره کې هم چې په اصل کې د بهرني سیاست په اړه وه، د امریکا پر یو شمیر کورنیو موضوعگانو خبرې وکړې.

تر مناظرې وروسته ترسره شوي نظر پوښتني ښيي چې بارک اوباما دغه مناظره گټلې ده. دا په امریکا کې تر ټاکنو مخکې وروستۍ مناظره وه. اوباما په لومړۍ مناظره کې ښه و نه ځلید خو په وروستیو دوو مناظرو کې، د نظر پوښتنو له مخې هغه گټونکی اعلان شوی دئ.

مسعود جهش (DW, Reuters, AFP)
کتونکی: نجیب الله زیارمل