اوباما او رومني وروستۍ مناظرې ته تياری نيسي
۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبهخو دغه موضوع د دوی پر انتخاباتي مبارزه باندي ډير تاثير نه لري، ځکه اکثره امريکايان له مخ پر ډيريدونکي بېکارۍ او کمزوره اقتصاد څخه په تشويش کي دي.
اوباما د پخواني جمهور رئيس جورج ډبليو بوش په نسبت پر نړيوال ګډ کار باندي اتکأ کوي، خو په مهمو بهرنيو سياسي مسايلو کي د ده له پاره هم د امريکا علاقه مندي مطرح ده.
سربیره پر دې ميټ رومني پر اوباما باندي تور لګوي چي د نورو هيوادو علاقه مندي ډيري په پام کي نيسي او له دې سره ئې په نړيوال سياست کي د امريکا د متحده ايالاتو رهبري کوونک رول له خطر سره مخامخ کړی دئ.
رومني د اکتوبر په لومړيو کي د خپل خارجي سياست په اساسي بيانيه کي ويلي وه چي«۲۱ پيړۍ بايد د امريکايانو پيړۍ وګرزي.» د اوباما د جمهوري رياست پر وخت پر ايران باندي تر ټولو سخت اقتصادي بنديزونه لګيدلي دي. خو د ايران د شخړه ييز اټومي پروګرام پر سر د تهران سره خبري هم کيږي.
له بلي خوا د اټومي وسلو د مخنيوي په خاطر اوباما د وروستۍ وسيلې په توگه يوه نظامي حمله هم نه ردوي. خو د اسرائيلو دا غوښتنه ردوي چي بايد وخت ئې مشخص او په اصطلاح سوره ليکه معلومه سي. خو رومني پر اوباما باندي تور لګوي چي د امريکا متحد، اسرائيل ئې يوازي پرې ايښی دئ. دی د ايران په مقابل کي سخت الفاظ کاروي، خو د پوځي بريد په اړه ئې دريځ له اوباما سره توپير نه کوي.
اوباما په افغانستان کي له ترهګرۍ سره د مبارزې په لار کي په اول سر کي خپلي قواوي ډيري زياتي کړې، خو بيا وروسته ئې د ناټو له غړو هيوادونو سره يو ځای له افغانستان څخه د راوتلو پلان جوړ کړ.
په دې ډول به نو د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري ټول جنګي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي او امنيتي مسئوليت به افغانانو ته وسپارل سي. رومني د بهرنيو ځواکونو د وتلوملاتړ کوي، خو په يوه شرط. يعني دا چي د هغوی وتل بايد د سيمي په حالاتو پوري مربوط سي او له پوځي امرانو او قومندانانو سره مشوره او خبري وسي.
خو د پوځي بودجې په اړه بیا د دواړو کانديدانو مفکورې توپير سره لري. اوباما په جنورۍ کي د پوځ د راکمولو پلان وړاندي کړ، چي پر اساس به ئې د امريکايي قواوو نړيوال حضور د پاسفيک په ساحه کښي متمرکزه پاته سي. پداسي حال کي ده چي مځکنی او بحري پوځ به۱۰۰۰۰۰را کم سي، خو کومندويي ځانګړي ځواکونه او د بې پيلوټه الوتکو پروګرام به پراختيا پيدا کړي. پوځي بودجه به تر ۲۰۱۷کاله پوري د ملي ناخالصه عوايدو ۲،۹سلنه ته را کښته سي.
خو رومني بيا برعکس غواړي چي پوځي بودجه د ۴ فيصدو په شاوخوا کي وساتي، ډيري جنګي کښتۍ جوړي او پوځ نور هم ډير او پراخ کړي.
اوباما د ترهګرۍ پرضد مبارزه کي د کومندويي ځانګړو ځواکونو پر عملياتو او د بې پيلوټه الوتکو پر بمبارۍ باندي ټينگار کوي، خصوصاً د افغانستان – پاکستان په سرحدي سيمو او يمن کي. رومني هم غواړي د بې پيلوټه الوتکو جنګ ته ادامه ورکړي، خو وايي چي اوباما په شمالي افريقا کي د ترهګرۍ پر ضد ډير لږ څه کړي دي.
فرانس پريس/ قاسم نوري
کتونکی: نجيب الله زيارمل