1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما او ميرکل:نړيوالي ننګوني به په ګډه سره حل کړو

۱۳۸۷ آبان ۱۹, یکشنبه

په برلين کي د جرمني د حکومت يوه وياند وویل:په افغانستان کي ثبات راوستل، نړیوال مالي کړکېچ، اقلیمي بدلون او د ایران شخړه ایز اټومي پروګرام د ميرکل او اوباما د ټیلفوني خبرو اساسي ټکي ول

https://p.dw.com/p/FqDh
د جرمني لومړۍ وزير مېرمن انګيلا ميرکل
د جرمني لومړۍ وزير مېرمن انګيلا ميرکلانځور: AP

د جمهور رییس په توګه له ټاکل کیدو وروسته په خپل لومړي مطبوعاتي کنفرانس کي اوباما، د یوه خبریال د پوښتني په جواب کي، چي د ایران د جمهور رییس احمدي نژاد د مبارکۍ پیغام په اړه څه ویل لري، وویل :«زه خبر یم چي لیک استول سوی دی. اجازه راکړی، هغه څه یاد کړم چي ما د انتخاباتي مبارزې په بهیر کي تل یاد کړي وه. د ایران له خوا داټومي وسلو جوړول، زما په عقیده د منلو وړ نه دي. موږ باید په نړیواله کچه هڅي وکړو تر څو ددې کار مخ نیوی وسي. له تروریستي سازمانونو څخه د ایران ملاتړ باید پای ته ورسیږي. زه به د جمهور رییس احمدي نژاد، لیک تر نظره تیرکړم. او موږ به هغه ته مناسب ځواب ورکړو. تاسي پوهيږی چي دری ورځي له انتخاباتو څخه تیري سوي دي، ښکاره ده چي له یو هیواد لکه ایران سره په بیړه څه کار نه کیږي،زه فکر کوم چي په دې هکله به موږ ژور غور وکړو.»

د آلمان له لومړۍ وزیري سره د متحده ایالاتو د نوی منتخب جمهور رییس د نړۍ له مختلفو مشرانو سره د ټليفوني تماسونو یوه برخه وه. د اوباما د انتقالي ټیم یوه غړي په یوه وینا کي وویل: پرون ماپښین منتخب جمهور رییس اوباما، د نړۍ ټولوهغو مشرانو سره ټليفوني تماسونه ونيول، چي هغه ته يې د بریالیتوب پیغامونه استولي ؤ.

هغه زیاته کړه، د هغو په جمله کي د مصر جمهور رییس حسني مبارک، د پولنډجمهور رییس لیخ کاژینسکي او د هغه هیواد لومړی وزیر، دونالد توسک، د سعودي عربستان پادشاه ملک عبدالله او د هسپانيې لومړی وزیر، څاباتیرو، شامل دي.

د آلمان له لومړۍ وزیري سره په ټليفوني تماس کي اوباما له هغه څخه په برلین کي د جولای په میاشت کي د تود هرکلي په خاطر مننه وکړه.کله چي ميرکل د نومبر په 14 واشنګټن ته سفر کوي، له اوباما سره به هم وګوري.

ویل کیږي ،کله چي اوباما خپل جمهور ي ریاست د راتلونکي جنورۍ په میاشت کي پیل کړي، ښايي هغه له آلمان څخه وغواړي چي د افغانستان کړکېچینوسیمو لکه جنوب ته سرتیري واستوي. خو د آلمان لومړۍ وزیري، د جمعې په ورځ وویل، د امريکا په متحده ایالاتوکي د نوی حکومت د رامنځ ته کیدو سره سره به د جرمني نقش په افغانستان کي بدلون ونه مومي.

اوباما وروسته له هغه چي د جمهوري غوښتونکو پر کاندید جان مک کين باندي بریالی سوو،چي د متحده ایالاتو لومړی تور پوستی جمهور رییس سي، د نړۍ حتی له هغو هیوادونو څخه چي له امریکا سره سرخته دښمني لري، لکه ایران او کیوبا څخه هم له بیسارو مبارکیو او ستاینو سره مخامخ سو.