1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما او نواز شریف نن ملاقات کوي

۱۳۹۴ مهر ۳۰, پنجشنبه

انتظار کیږي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د پاکستان پر لومړي وزیر نواز شریف باندې له طالبانو سره د اړیکو، د اتومي وسلو د خوندیتوب او نورو مسایلو په هکله په سپینه ماڼۍ کې د ملاقات پر مهال فشار راوړي.

https://p.dw.com/p/1GsUi
انځور: SAUL LOEB/AFP/Getty Images

د فرانس خبري آژانس په خپله یوه تبصره کې لیکلي دي چې د یو شمیر اختلافاتو د له منځه وړلو د هڅې سربیره ښايي په سپینه ماڼۍ کې بحثونه د اوږد مهالو امنیتي انديښنو تر سیورې لاندې وي.

له افغان طالبانو سره د پاکستان اړیکي، د هغو ترهگرو ډلو ملاتړ چې هند او متحده ایالات تر هدف لاندې نیسي او د پاکستان د اتومي وسلې ډیروالی د متحدو ایالاتو له پاره له سترو امنیتي سرخوږیو څخه دي. د دواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې بې باوري هم ډیره ده.

خو د واشنگټن او اسلام آباد اړیکې هغه مهال نورې هم لا پسې کړکیچنې شوې چې دا خبره معلومه شوه چې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو طراح اسامه بن لادن د پاکستان په هغه یوه ښار کې ژوند کاوه چې هلته سترې پوځې قشلې موجودې دي.

په تبصره کې وړاندې راغلي دي چې وروسته له هغې چې نواز شریف د لومړي وزیر په توگه واک ته ورسید نو د دواړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ د ډیریدو هڅه یې وکړه، خو په رسمي توگه د پاکستان د پیاوړې استخباراتې ادارې په چلن کې ډیر کم توپیر لیدل کیږي.

د ووډرو ویلسن له تحقیقاتي مرکز څخه مایکل کوگلمن، له فرانس پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «په اساس کې د دغو دواړو هیوادونو تر منځ یو ډول ژوره بې باوري شته. متحدو ایالاتو له ډیرو کلونو راهیسې د پاکستان پوځ ته د وسلو او پیسو د ورکولو وروسته نور صبر له لاسه ورکړی دی. پاکستان د یاغیانو د سرکوبولو له پاره هغه څه نه دي کړي چې متحدو ایالاتو یې په مکرر ډول غوښتنه کړې ده.»

دغه غونډه په داسې یوه وخت کې تر سره کیږي چې سپینې ماڼۍ په سویلي آسیا کې خپله توجه د پاکستان سر سخته دښمن هند ته متمرکزه کړې ده. خو پاکستان بیا هم په سیمه کې مهم لوبغاړی پاتې کیږي.

اوباما په نزدې وختونو کې اعلان وکړ چې پوځونه یې د ژمنې شوې مودې څخه د اوږد مهال له پاره په افغانستان کې پاتې کیږي، خو سپینه ماڼۍ پر دې سربیره له دې سره لیوالتیا لري چې طالبان د خبرو اترو میز ته کښیني. په روانه میاشت کې طالب یاغیانو د یوه لنډ وخت له پاره د کندز ښار تر خپل کنترول لاندې راوست.

متحده ایالات پاکستان ته یو له هغو محدودو منابع په سترگه گوري چې پر دغو بنسټپالو باندې نفوذ لري او کارپوهان وایي چې واشنگټن د نواز شریف د دغه څلور ورځني سفر پر مهال هڅه کوي چې له پاکستان څخه وغواړي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو له نوي پړاو څخه ملاتړ وکړي.

د فرانس پرس په تبصره کې وړاندې راغلي دي چې کارپوهان په دې آند دي چې پاکستان د طالبانو له نوي مشر ملا منصور اختر سره نزدې اړیکي لري. کابل پر اسلام آباد تور لگوي چې طالب یاغیانو ته پناه او روزنه ورکوي او د پولې بلې غاړی پر افغانستان د یرغل اجازه ورکوي.

په وروستیو کې اوباما ویلي وو چې «زه به په سیمه کې له ټولو اړخونو څخه دې غوښتنې ته ادامه ورکړم چې د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د بیرته راگرځیدو له پاره فشار راوړي او د سولې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي چې افغانستان یې مستحق دی.»

که چیرې دغسې همکارۍ تر سره نه شي، نو ښایي واشنگټن اسلام آباد ته د وسلو او پیسو لیږد محدود کړي. واشنگټن همداشان پر اسلام آباد فشار راوړی چې د افراطي ډلو لکه حقانې شبکي او لشکر طیبه، د ځپلو له پاره اقدامات وکړي.