1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما او کرزی د ستراتیژیک تړون په اړه غږیدلي

۱۳۹۰ اسفند ۱۹, جمعه

افغان او امریکایي مشرانو د پنج شنبې په ورځ د خپلو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون په اړه خبري کړي دي. په همدي حال کې ویل کیږي چې د جمعې په ورځ به افغانانو ته د بگرام د زندان د مسئولیت د لیږدولو په اړه یو تړون لاسلیک شي.

https://p.dw.com/p/14Hyt
انځور: AP

د سپیني ماڼۍ ویاند جې کرني، ویلي دي چې دواړو ولسمشرانو د یوه ویدیويي کنفرانس له لاري له یو بل سره لیدلي دي. کرني د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون ته په اشاره کولو سره ویلي دي چې افغان او امریکایي مشرانو پخپله لیدنه کې د ستراتیژیکو همکاریو په اړه پرمختګونو ته اشاره کړې ده.

دغه تړون به د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکي او او تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور څرنګوالی روښانه کړي.

د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیک تړون له څه مودي راهیسي ځنډیدلی دﺉ. اوس امریکا او افغانستان په ستراتیژیک تړون کي پر دوو موضوعګانو سره اختلاف لري چې یوه ئې د شپې له خوا د بهرنیو ځواکونو عملیات او بله ئې په افغانستان کې د بهرنیو تر کنترول لاندي د زندان شتون دئ.

د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په یوه خپره شوي وینا کې راغلي دي چې ولسمشر کرزي له خپل امریکایي سیال سره افغانانو ته د بګرام د زندان د کنترول د سپارلو په اړه خبري کړي دي. د بګرام زندان په افغانستان کې د امریکایانو په تر ټولو لویه اډه کې پروت دﺉ. تیره میاشت په دغه اډه کې امریکايي سرتیرو د قرآن شریف یو شمیر نسخو ته اور ورته کړ چې په ټول افغانستان کې ئې له تاوتریخوالي څخه ډک لاریونونه راوپارول.

امریکا غواړي چې له افغانستان سره ستراتیژیک تړون په مې میاشت کې د ناټو له غونډي څخه مخکي لاسلیک کړي. د دغه تړون له مخي به امریکا په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل یو شمیر پوځیان وساتي.

اوباما او کرزي همداراز د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي د خبرو اترو په اړه خبري کړي دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په په حواله کرزي همداراز د امریکا د بهرنیو چارو له وزیري سره خبري کړي دي.

افغانانو ته د بگرام د زندان د مسئولیت د لیږدولو په اړه تړون کیږي

دوو افغان چارواکو ویلي دي چې افغانستان او امریکا به د جمعې په ورځ افغانانو ته د بگرام د زندان د مسئولیت د لیږدولو په اړه یو تړون لاسلیک کړي.

له دې کار سره به د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون پر وړاندې یو خنډ له منځه ولاړ شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغه هیواد د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک، به په افغانستان کې د ناټو له عمومي قوماندان جنرال جان الین سره په دې اړه یو تړون لاسلیک کړي.


آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب