1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما او کرزی د سولې د بهیر په اړه غږیدلي دي

۱۳۹۰ اسفند ۲, سه‌شنبه

سپینې ماڼۍ خبر ورکړی دﺉ چې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، له حامد کرزي سره د دوشنبې په ورځ د تیلیفون پر کرښه د افغانستان د سولې د بهیر په اړه غږیدلی دئ.

https://p.dw.com/p/146KR
انځور: picture alliance/dpa

ولسمشر اوباما له خپل افغان سیال سره په اسلام آباد کې د پاکستان، افغانستان او ایران تر منځ له غونډې وروسته غږیدلی دﺉ. دغه تیلیفوني خبري له هغه وروسته شوي دي چې تیره اونۍ کرزي له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې دا خبره ومنله چې د هغه دولت د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو اترو کې ونډه لري.

د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې دواړو مشرانو د افغانستان په مشرۍ د سولې په برخه کې د سیمه ییز ملاتړ، په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ د درې اړخیز کنفرانس او د نورو گډو ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبري کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د امریکا د کانگریس یوه پلاوي افغانستان ته سفر وکړ. د دغه پلاوي مشرۍ امریکايي بانفوذه سناتور جان مکن پر غاړه درلوده. د دغه پلاوي د سفر اصلي موضوع د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند لاسیکول وو.

ولسمشر کرزی د تیرې جمعې په ورځ اسلام آباد ته تللی وو او د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري، او د ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد، سره ئې لیدلې وو چې د سولې په خبرو اترو کې سیمه ییز ملاتړ ترلاسه کړي. په دې غونډه کې د ایران ولسمشر د سیمه ییزو ستونزو پړه پر بهرنیانو وراچولې وه.

افغان ولسمشر د وال سټریټ ژورنال سره په مرکه کې ویلي وو چې د هغه دولت د طالبانو او امریکایانو تر منځ په خبرو کې ونډه لري. خو طالبانو د ولسمشر کرزي دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه پورې به ټول بهرني جنگي سرتیري له افغانستان څخه ووځي. امریکا او د ناټو نور غړي هیوادونه اوس په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې روانې جگړې ته د سولې له لارې د پای تکی کیږدي.

سید ریاض (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش