1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما او کریموف افغانستان ته د اکمالاتي لارې پر سره وغږیدل

۱۳۹۰ مهر ۸, جمعه

په داسې حال کې چې د اکمالاتي لارې په توګه د پاکستان په اړه اندیښنې لا په سې ډیرې شوي دي، اوباما د کریموف سره پر دې خبرې کړي چې د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان کې د میشتو امریکایې ځواکونو د اکمالاتو لمن پراخه کړي

https://p.dw.com/p/12jUc
د ازبکستان اولسمشر
د ازبکستان اولسمشرانځور: picture alliance/dpa

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، هیلرې کلنتن، هم د خپل ازبک سیال سره لیدلې او ویلې یې دې چې دواړه هېوادونه غواړې چې د یو بل سره خپلې اړیکې لا پسې پیاوړې کړي. له بلی خوا بیا د امریکا په سنا کې د دغه هیواد په قانون کې داسې بدلون راغلې چې له مخلې یې ازبکستان ته د ضرورت په صورت پوځې مرستي تر سره کیدای شي.

سپیني ماڼۍ ویلې چې ولسمشر اوباما د چهار شنپې په ورځ د ازبکستان ولسمشر، اسلام کریموف، سره د تیلفون له لارې خبرې کړي دي او هغه ته د دغه هیواد د آزادۍ د 20 مې کلیزي په مناسبت تبریکې وکړې.

د سپیني ماڼۍ چارواکو زیاته کړي چې اوباما خپل ازبک سیال سره په یوه «آباد او امن» افغانستان کې د لا ډیرو همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

ازبکستان پخوا د امریکا لخوا ډیری وخت په دغه هیواد کې د بشري حقونو د خراب وضعیت په خاطر تر نیوکو لاندي نیول کیده. خو اوس امریکا په داسې حال کې ازبکستان ته د لا نږدې کیدو کوښښ کوي چې د پاکستان سره د دغه هیواد اړیکې د یو کړکیچ سره ځکه مخامخ دي چې امریکا د پاکستان استخباراتي اداره یاغیانو سره په همکارۍ تورنوي.

د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو ورستني کړکیچ افغانستان کې د امریکایې ځواکونو د اکمالولو لپاره د پاکستان د اصلې لاري په توګه استمالول تر سوال لاندي راوستی دی.

وروسته له هغې چې هیلری کلنتن خپل ازبک سیال سره وکتل هغې وویل چې هیواد یې ازبکستان سره اړیکو ته ډیر ارزښت ورکوي. کلنتن زیاته کړه چې که څه هم هیواد یې ازبکستان کې د بشري حقونو او سیاسي آزادیو په اړه اندیښنه لری خو اوس په دغه هیواد کې په دغو برخو کې پرمختګونه لیدل کیږي.

په همدې حال کې بیا د امریکا د سنا د تخصیص کمیتي داسی یو قانون تايید کړ چې له مخې یې امریکا کولاې شی ازبکستان سره د بشري حقونو د خراب وضعیت سربیره هم مرستې وکړي. دغه مرستې به یوازې هغه مهال تر سره شې چې کلنتن د دې خبرې پخلی وکړي چې ازبکستان سره د مرستو تر سره کول افغانستان ته د رسیدو لپاره ضروري دي.

ازبکستان ته د امریکا پوځي مرستې د 2004 کال څخه را په دیخوا په دغه هیواد کې د بشري حقونو د وضعیت له وجې محدودي شوي دي.

امریکایې چارواکې وایې چې د اوباما ادارې له ډیر وخت څخه ازبکستان ته پر پوځې مرستو د محدودیتونو د لرې کولو غوښنته کړي ده ترڅو پاکستان سره د اړیکو د خرابیدو په صورت کې، ازبکستان د افغانستان د اکمالولو اصلې لاره شي.

يوه امریکایې چارواکې ویلې چې کیداې شي امریکا افغانستان ته 50 سلنه اکمالات چې پخوا به د پاکستان له لاري دغه هیواد ته رسیدل د ازبکستان له لارې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشرې حقونو سازمانونو امریکا څخه غوښتنه کړي چې ازبکستان ته پر پوځې مرستو متحدودیتو له منځه یو نه سي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض